1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ایران پر ضد لاریون وشو

۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعه

د جمعې په ورځ د کابل له لویدیځي څنډي څخه د ایران پر ضد لارون وشو. لاریون په سیمه ییز وخت د ورځي په نهو بجو پيل او تر ماسپښینه ئې دوام درلود. لاریون کوونکو د افغانستان په چارو کې د ایران د لاسوهنې پر ضد شعارونه ورکړل.

https://p.dw.com/p/156IR

د دغه سوله ییز لاریون تنظیمونکي د ټولنیزو او مدني بنسټونو غړي او ولسي افغانان ول. لاریون کوونکو چې شمیره ئې سلګونو تنو ته رسیده د هغه څه پر ضد لارو کوڅو ته را ووتل چې هغوی ئې د افغانستان په چارو کې د ګاونډي ایران لاس وهنه اوهمدا راز په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلند بولي.

له دویچه ویله سره په خبرو کې یو شمیر لاریون کوونکو د تیلیفون پر کرښه ویل چې د ایران دولت له افغانانو سره بد سلوک کوي او همدا راز هغه کړۍ روزي چې په افغانستان کې د حکومت او خلکو پر ضد کار کوي.

د قربان په نامه یوه لاریون کوونکي پر وینا د کابل په لویدیځ کې یو شمیر داسې انځورونه هم ځوړند شوي دي چې پرې د ایران د مذهبي مشر خمیني څیره لیدل کیږي. قربان وایي چې افغانان باید هغو کړیو ته چې د ایراني اخوندانو انځورونه ساتي د دې کار اجازه ور نه کړي.

نوموړي وویل چې دوی به خپل غږ نړیوالو او په خاصه توګه د ملګرو ملتونو سازمان ته ورسوي چې د ایران د لاس وهنو مخه ډبه کړي.

افغان دولت که څه هم تر اوسه په رسمي توګه په خپلو چارو کې د ایران د لاس وهنو په اړه څه نه دي ویلي خو دغلته د ناټو قوماندانانو په وار وار شکایت کړی دئ چې ایران د افغان دولت له مخالفینو سره مالي او نورې مرستې کوي.

څه موده مخکې په نیمروز کې د ناټو په یوه مرکز کې هغه ماینونه او ناچاودلي توکي خبریالانو ته وښودل شول چې د ایساف په وینا په ایران کې جوړ شوي، او د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته ورکړل شوي ول. دا په داسې حال کې ده چې ایران دغه تورونه په کلکه ردوي.

تیره میاشت امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک سند لاسلیک کړ او دغه کار د ایران د حکومت سخته غوصه را وپاروله. ان دا چې د ایران سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې له رئیس سره په لیدنه کې له هغه څخه وغوښتل چې د دغه سند د تصویب مخه ونیسي.

په نني لاریون کي یوه بله مسئله چې ډیره د پام وړ وه هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران لاس وهنه وه. لاریون کونکو چې یو شمیر ئې میرمنې وي، پر ایران باندې تور ولګاوه چې د افغانستان ثبات نه شي زغملای او تل د دغه ملک په بربادولو کې خپلي گټې نغښتې بولي.

د عید محمد په نامه یوه بل لاریون کوونکي په وینا ایران اوس هم له هغو کړیو څخه په افغانستان کې کار اخلي چې له کلونو راهیسي د ایران له لوري تمویلیږي.

د نوموړي په خبره حکومت باید د ایران لاسپوڅي مرکزونه او هغه دفترونه وتړي چې په یوه ډول د افغانانو له لوري د ایران د ګټو له پاره جوړ شوي دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو په جبر را شړل د لاریون بله موضوع وه. لاریون کوونکو ویل چې ایراني دولت د دغو کډوالو په راشړلو سره غواړي چې پر افغان دولت فشارونه زیات کړي او له دغې پالیسۍ څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.

ایراني دولت غواړي چې په زرونو افغان کډوال له خپلې خاورې وشړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت، ایران او ملګرو ملتونو تر منځ داسې هوکړه لیک شته چې تهران باید په جبر افغانان له خپلې خاورې و نه شړي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش