1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د برید هدف ظاهرا د آلمان سفارت وو

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

تیره اوونۍ په کابل کې خونړۍ چاودنې تر۱۵۰ زیات انسانان ووژل او په سلونو یې ټپیان کړل. د آلمان د «فوکس» مجلې د رپوټ له مخې د دغه برید هدف د آلمان سفارت په نخښه کول وو.

https://p.dw.com/p/2eNZv
Afghanistan | beschädigte deutsche Botschaft in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د «فوکس» مجلې د آلماني امنیتي ادارو او د یوې پلټنې د «لومړنیو پایلو» په حواله خپل رپوټ لیکلی دی. د دغه رپوټ له مخې د یوه ځیرک ساتونکي د توجه له کبله د دې مخه نیول شوې ده چې آلماني دیپلوماتان او د هغوی کارکوونکي وژغورل شي او یوازې د ماتو شویو ښيښو له کبله سرسري ټپيان شي.

ویل شوي دي چې دغه ساتونکي سهار مهال یو ټانکر موټر ودراوه چې غوښتل یې د سفارت انگړ ته ننوځي او له هغه ځای فاضله اوبه وباسي. فوکس مجلې لیکلي دي، کله چې ساتونکي د مخابرې له لارې له سفارت سره تماس نیسي نو ورته ویل کیږي چې دغسې هیڅ څه نه دي پلان شوي.

رپوټ زیاتوي کله چې د سفارت اوړنده کس د دغه قضیې د روښانتيا له پاره تلل غوښتل چې د تانکر په ۵۰ مترۍ کې یې قرار درلود نو برید کوونکو شا او خوا ۱۰۰۰ کیلوگرامه چاودیدونو توکو ته چاودنه ورکړه. دغه مواد د فاضله موادو په ټانکر کې ځای پر ځای کړی شوي ول.

فوکس مجلې په برلین کې د یوه جگپوړي چارواکي له قوله لیکلي دي: «که چیرې دغه ټانکر د سفارت انگړ ته ننوتی وای او هلته یې چاودنه تر سره کړې وای نو په ودانۍ کې به ټول انسانان وژل شوي وو.»

په کابل کي تر دغي خونړۍ چاودني وروسته په هغه ورځ د جرمني د کورنيو چارو زوارت افغانستان ته د هغو افغان مهاجرو اخراج وځنډاوه چي پتېيل شوې وه په هغه ورځ يوه ډله افغان مهاجر افغانستان ته په يوه چارتر الوتکه کي انتقال شي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت د دغه ځنډ دليل په کابل کي د چاودني پرمهال د جرمني سفارت ته زيان رسېدل ياد کړل، ځکه په خبره ئې افغانستان ته د انتقالېدونکو مهاجرو لوژستيکی چاري پر غاړه لري.

تر دغي چاودني وروسته په جرمني کي يووار بیا د افغانستان د امنيتي وضعيت د څېړلو بحثونه تاوده شول او ډېرو سياستوالو له حکومته د افغانستان امنيتي وضعيت د بيا ارزولو او افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج د بندولو غوښتنه وکړه.

تر دغو بحثونو او نيوکو وروسته د جرمني صدراعظمي انگلا ميرکل په کابل کي خونړۍ چاودني ته په کتو سره افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج د موقتي ځنډ اعلان وکړ.

 د جرمني صدراعظمي مېرمن ميرکل په کابل کي تر چاودني یوه ورځ وروسته (۲۰۱۶م کال د جون لومړۍ) په برلين کي وويل چي د افغانستان د امنيتي وضعيت تر ارزولو او په کابل کي د جرمني سفارت چي په چاودنه کي زيات زيان وررسېدلي د کار تر بيا پيلولو پوري به افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج وځنډيږي.

هغې وويل چي دغه ارزونه به تر جولای مياشتي پوري بشپړه سي. خو ويل سوي دي چي هغه پروسه چي مهاجر پخپله خوښه پکښې خپل هيواد ته ستنيږي دوام به ومومي او دغه راز هغه مهاجر چي په جرمني کي ئې جرمونه کړي يا دغه هيواد ته خطر وي هغوی به پر دې سربيره هم اخراج سي.

(dpa) SR/NZ