1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د جهادي ډلو احتجاجي لاريونونه

۱۳۸۵ اسفند ۴, جمعه

نن په کابل کې د جهادي تنظيمونو په زرگونو تنو پلويانو د يوې احتجاجي غوندې په ترڅ کې د ولسي جرگې له خوا د وړاندې شوې د سولې او ملي پخلاينې د طرحې ملاتړ وکړی چې په هغې کې د ټولو جنگي جنايت کونکو د بخښنې اعلان شوی دی.

https://p.dw.com/p/DKAj
په احتجاجي غونډه کې د جهادي تنظيمونو د مشرانو تر څنگ د ولسمشر مرستيال او د ولسي جرگې رئيس ونډه درلوده
په احتجاجي غونډه کې د جهادي تنظيمونو د مشرانو تر څنگ د ولسمشر مرستيال او د ولسي جرگې رئيس ونډه درلودهانځور: AP
په غونډه کې د جهادي تنظيمونو د مشرانو تر څنگ يو شمېر پخوانيو قوماندانانو، د ولسمشر مرستيال او د ولسي جرگې رئيس ونډه درلوده. غونډې ته ټولو وينا والو په خپلو خبرو کې په دې ټينگار کاوه چې دغه طرحه د دې لپاره په ولسي جرگه کې تصويب شوې ده چې په افغانستان کې سوله او ملي پخلاينه رامنځ ته شي. دوی ټولو د خپلو تېرو کړنو دفاع کوله او د بشري حقونو د څار د ډلې هغه رپوټ يې رد کړی چې د نوي يمې لسيزې د جنگي مجرمينو د محکمې غوښتنه يې کړې وه. د غونډې په وروستيو کې د يو پرېکړه ليک په لوستلو سره د افغانستان له جمهور رئيس څخه غوښتنه شوې چې د ولسي جرگې د سولې او ملي پخلاينه طرح دې لاسليک کړي.