1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ساختماني محصولاتو نندارتون

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د سوداگرۍ او صنایع خونې او په افغانستان کې د پانگونې ادارې آیسا، په کابل کې د ساختماني محصولاتو یو نندارتون جوړ کړی دی. د افغانستان د کورني شرکتونو تر څنگ د سیمې یو شمیر شرکتونو هم خپل ساختماني صنایع نندارې ته ایښي دي.

https://p.dw.com/p/1DpDd
انځور: DW/Hussain Sirat

دغه نندارتون د لویې جرگې د خیمې په تالار کې د درو ورځو له پاره د مینه والو پر مخ پرانیستی پاتې دی. په هغه کې افغان، ترکي، ایراني او عربي شرکتونو خپل ساختماني محصولات نندارې ته ایښي دي. په دغه نندارتون کې ۴۱ داخلي او ۱۵ بهرني شرکتونه گډون لري.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونې مشر عتیق الله نصرت، د دغه نندارتون په مناسب جوړو شوو مراسمو کې له پانگوالو وغوښتل چې په ساختماني برخه کې پانگونه وکړي: «له سمنتو څخه نیولی تر سیخ گول پورې، زموږ تر ۷۰ سلنه زیات ساختماني مواد له نورو هیوادونو څخه واردیږي. کله چې فرصت هم موجود وي او د حکومت همکاري هم موجوده وي، نو موږ باید د پام وړ پانگونه وکړو، تر څو خپلې داخلي تقاضا رفع کړای شو.»

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونه وایي، چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اقتصاد ته په خپل لومړیتوب کې ځای ورکړی دی او په وینا یې دغه موضوع د ساختماني برخې پانگوال نورې پانگونې ته تشویقوي.

د گډو همکاریو له پاره نوې هیلې

د ساختماني محصولاتو په نندارتون کې افغان سوداگرو او پانگوالو د ساختماني برخې د فعالیتونو په برخه کې د پانگونې او او گډو همکاریو په هکله خپل نظرونه شریک کړل.

په دغه نندارتون کې د صنعتي ښارگوټو، د استوگنځایونو او هوایي ډگرونو ساختماني او د بیا رغاونې صنایع، د بریښنا د صنعت د تولید ساختماني مواد او همداشان د اوبو د بندونو او د اوبو رسولو د سیستم وسایل نندارې ته ايښول شوي دي.

په تیرو دیارلسو کلونو کې افغانستان ته زیاتره ساختماني مواد له پاکستان، ایران او منځنۍ آسیا له هیوادونو څخه راوارد شوي دي. افغانستان اوس هم په دغه برخه کې وارداتو ته اړتیا لري او هغه شرکتونه چې د افغانستان په دننه کې ساختماني مواد تولیدوي شمیر یې ډیر محدود دی.

د آیسا اداره وایي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې شا او خوا درې میلیارده ډالر په ساختماني برخه کې پانگونه شوې ده او په وینا یې په افغانستان کې ۱۶ زره شرکتونه فعالیت کوي.

د آیسا ادارې مشر وفي الله افتخار وایي چې له ټاکنو څخه تر مخه زیاترو شرکتونو خپل فعالیتونه درولي وو خو هغه په دې هکله امیدواري وښوده چې په ۲۰۱۵م کال کې به ساختماني فعالیتونه یو ځل بیا ښه شي: «پروژې په بشپړه توگه درول شوې وې، پروژې نه وي، یوازې ډیرې کمې پروژې تر کار لاندې وې. ټولو ساختماني شرکتونو خپل فعالیتونه ودرول. په دې دلیل بې روزگاري زیاته شوې وه.»

د سوداگرۍ او صنایع خونې د مسوولینو د څرگندونو له مخې په تیرو دوو کلونو کې له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون نه لاسلیکیدو او د ټاکنو د کړکیچ له کبله د افغانستان ساختماني سکتور ضربه لیدلې ده. اوس خصوصي او دولتي نهادونه په دې هڅه کې دي چې د دغه سکتور د ښه والي له پاره ډیر پانگوال جذب کړي.

د سوداگرۍ او صنایع خونې د مشر په وینا د ټاکنو د کړکیچ وروسته، یو ځل بیا ساختماني شرکتونه بازار ته داخل شوي دي او په وینا یې په دې برخه کې به پانگونه ډیره شي: «په پام کې ده چې د ساختماني سکتور له پاره زیات امکانات رامنځ ته شي او دې موضوع ډیرې هیلې راټوکولې دي. یو شمیر شرکتونو چې له افغانستان څخه یې خپله سرمایه ایستلې وه، یو ځل بیا یې مارکیټ ته رجوع کړې ده او په کرار کرار ساختماني پروژې پیلیږي.»

د سوداگرۍ او صنایع خونې پر دې باندې ټینگار وکړ چې د پانگونې او د ساختماني سکتور د ودې په برخه کې سخت قوانین باید اصلاح شي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، یو فرمان صادر کړی دی چې دغو قوانینو ته له سره کتنه وشي او د ساختماني شرکتونو نظر ته هم په کې ځای ورکړل شي.