1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د طالبانو پيژندنې سمينار

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوښت د لومړي ځل لپاره طالبانو د پديدې د پيژندنې تر نامه لاندې د نوموړي وزارت د تشريفاتو په تالار كې يو څيړنيز سمينار جوړ شو.

https://p.dw.com/p/Hp6O
طالبان څوک دي او څه غواړي؟انځور: AP

په سمينار كې د ولسي جرګې ځني غړي ، د لوړو زده كړو د موسسو يو شمير استادانو ، په كابل كې د يوناما او ځني بهرنيو موسسو استازو او يو ګڼ شمير سياسي كارپوهانو برخه اخيستې وه. د سمينار اصلي موخه د طالبانو پديدې هر اړخيزې پيژندنې ته ځانګړې شوې وه.

د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز مشر داوود مراديان وويل چې: د دغې موضوع په هكله د ځينو حساسيتونو د شته والي له امله د داسې يو سمينار جوړول آسانه كار نه ؤ ، خو موږ په دې بريالي شو چې د لمړي ځل لپاره داسې يو سمينار جوړ كړو چې په ترڅ كې يې د طالبانو د پديدې ايډيولوژيك، سياسي او ټولنيز اړخونه وڅيړو .

مراديان وويل چې: له مخالفينو څخه د كره او دقيقې پيژندګلوي د نه درلودلو له امله داسې پايلې منځ ته راځي چې دولت او نړيواله ټولنه په سياسي او پوځي ډګر كې ناسمې پريكړې وكړي نو ځكه د طالبانو د پديدې هر اړخيزه پيژندنه به دا زمينه برابره كړي چې دولت او نړيواله ټولنه له طالبانو سره په سياسي او پوځي چلند كې اړينې پريكړې وكړي .

د ولسي جرګې غړى عبدالكبير رنجبر د دغه سمينار جوړيدل اړين ګڼي او وايي چې: د دغو څيړنو پايلې به دولتي چارواكو ته د تګ لارو په جوړولو كې مرسته وكړي.

رنجبر وايي چې: د طالبانو په زيږون كې بهرني لاملونه ونډه لري ، د طالبانو په پيژندګلوي كې بايد د پاكستان استخباراتي سازمان آي ، اس ، اى او د سيمې د ځينو هيوادونو استخباراتي كړۍ هم په پام كې ونيول شي.

د سمينار ځينو وينا والو په خپلو څيړنيزو ويناوو كې دا څرګنده كړه چې د طالبانو د پيژندګلوي لپاره بايد د طالبانو اړيكې له القاعده او اى ، اس ، اى سره وڅيړل شي چې پرته لدې نه به د څيړنو مثبتو پايلو ته لاسرسى ناشونى وي .

د سمينار ځينو برخه والو له طالبانو سره د خبرو اترو په هكله وويل كه چيرې د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه غواړي چې له خبرو اترو څخه مثبتې پايلې تر لاسه كړي بايد په پاكستان كې د طالبانو له ملاتړ كوونكو او د ځواك له مركزونو سره خبرې وشي .

د سمينار په پاى كې ګډونوالو په دې ټينګار وكړ چې د موضوع د مهموالي له كبله دې په راتلونكي كې د سمينار لړۍ ادامه پيدا كړي.

برى پال
کتونکی: يحيی وردک