1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د عراق پر سفارت برید پای ته ورسید

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې په کابل کې د عراق پر سفارت باندي د داعش برید پای ته رسیدلی دی. چارواکو زیاته کړې ده چې په عملیاتو کې ټول درې برید کوونکي وژل شوي خو د سفارت کارکوونکي روغ رمټ دي.

https://p.dw.com/p/2hQy9
Afghanistan Kabul Anschlag irakische Botschaft
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په کابل کې د عراق سفیر او د سفارت ټول کارکوونکي یوه امن ځای ته لیږدول شوي دي.

په بیانیه کې راغلي دي: «لومړی یوه ځانمرګي برید کوونکي د سفارت د دروازې مخې ته ځان والوزاوه خو بیا درې نور ترهګر له ځانګړو ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول.»

د دوشنبې په ورځ هګرې ډلې داعش په کابل کې د عراق پر سفارت باندي وسله وال برید وکړ چې څه نا څه څلور ساعته یې دوام وکړ. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه ځانمرګي د سفارت مخکې ته ځان والوزاوه او بیا درې تنه نور برید کوونکي د سفارت ودانۍ ته ننوتل.

لا تر اوسه پورې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پیښې له کبله د رامنځ ته شویو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو د وزارت ویاند نجیب الله دانش روښانه کړې ده چې د چاودنې او نښتو له کبله په کابل کې د عراق د سفارت ودانۍ ته تاوان رسیدلی دی.

تر دې مخکې د داعش خبري آژانس اعماق ویلي ول چې په نښتو کې اووه تنه ساتونکي وژل شوي دي. خو دغه ډله ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د تلفاتو کچه لوړه ښيي.