1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پارلمان ته نزدې غبرګي چاودنې شوي دي

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

په کابل کې دوې غبرګي چاودني شوې دي. یوه چارواکي روښانه کړې ده چې چاودني د پارلمان ودانۍ ته نزدې شوې او له کبله یې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې، خو لا تر اوسه پورې دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته.

https://p.dw.com/p/2VZ54
Breaking News Paschtu

د کابل د اوومې ناحیې د پولیسو قوماندان احمد ولي صبوري، ویلي دي: «یو فور رنر ډوله ټیوټا موټر د پارلمان ودانۍ ته نزدې چاودلی دی.»

د دغه چارواکي په خبره سیمې ته د امنیتي ځواکونو تر رسیدو وروسته دویمه چاودنه هم شوې ده: «مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده، خو لا تر اوسه پورې دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته.»

پر دې سربیره یو دریم شکمن موټر هم د امنیتي ځواکونو له خوا درول شوی دی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.