1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پر بهرني ځواکونو ځانمرگي برید

۱۳۹۴ مهر ۱۹, یکشنبه

افغان چارواکو وویل چې نن سهار وختي د ترافیکي ازدحام پرمهال په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر یو کتار ځانمرگي برید وشو. یوه چارواکي د درې ملکي وگړو د ژوبل کیدو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1GmHY
ارشیف
ارشیفانځور: REUTERS/Mohammad Ismail

یو افغان چارواکي وویل چې د یو موټر بمب په واسطه په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر یوې زغروال نقلیه وسیلې برید وشوو. د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال، نجیب دانش وویل چې نن یکشنبه د سیمی په وخت د نهو بجو په شا او خوا کې د کابل د جوی شیر په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یو موټر برید شوی دی.

دانش وویل چې د ولسي وگړو په منځ کې مرگ ژوبلې رامنځ ته شوي دي، خو د هغوی شمیر لا تراوسه څرگند شوی نه دی.

خو د آلمان خبري اژانس ته د کابل د امنیې قوماندانې ویاند، عبادالله کریمي وویل چې په دغې حمله کې «درې تنه ولسي وگړي ټپیان شوي دي.» هغه د ناتو د ځواکونو د مرگ ژوپلو په هکله څه نه شو ویلای.

د پیښې سیمه د افغان امینتی ځواکونو له خوا محصاره شوی ده او څیړنې روانې دي.

د اسوشیتدپرس د یو رپوټ له مخې د تویتر په هغه یو اکونت کې چېله نوموړي خبري آژانس سره د طالبانو په نامه ثبت دی، طالب یاغیانو د دغې حملې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د ناتو یو ویاند، امریکايي ډگروال برین تریبوس اسوشیتدپرس ته د دی خبر پخلی وکړ او وویل چې رښتیا هم دا « یو ځانمرگي برید» ؤ.

د افغانستان د یوې تلویزیوني شبکې د خبري خپرونې په یو انځور کې یوه زغرواله نقلیه وښودله شوه چې په یو څنډه کې تاوانې شوې ښکاري.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې وروسته له یو لړ پر له پسی خونړیو بریدو څخه د لوی احتر څخه را په دی خوا نسبتا چوپتیا وه. خو دغه حمله په داسې یو وخت کې رامنځ ته کیږي چې په کندز کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو یاغیانو ترمنځ نښتې لا دوام لري.

د کندز ولایت مرکز تیره اونې د یوې لنډې مودې لپاره د طالبانو تر کنترول لاندې راغې. که څه هم په عمومي توگه دولتي حاکمیت هلته بیرته ټینگ شوی، خو د ښار په اطرافي سیمو کې لا تراوسه وخت په وخت د نښټو رپوټونه ورکول کیږي.