1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې ځانمرگي بريد دوه تنه سرتېري ژوبل کړي دي

۱۳۸۶ تیر ۱۵, جمعه

د ناټو په مشري د ايساف ځواک دوه برتانوي سرتېري د جمعې په ورځ د افغاستان په پلازمېنې کابل کې لږ څه ژوبل شوي دي. بريدکونکي له چادېدونکو توکو ډک موټر د نوموړي ځواک د موټرو يو کاروان سره جنگولای و.

https://p.dw.com/p/DK9H
د ژوبل شويو عسکرو موټر هم خراب شوی دی
د ژوبل شويو عسکرو موټر هم خراب شوی دیانځور: AP
بريدکونکی پخپله د کابل په ختيځ کې د چاودنې په دغه پېښه کې وژل شوی دی او د ژوبل شويو عسکرو موټر ته هم زيان اوښتی دی. ځانمرگي بريدونه په افغانستان کې د طالبانو لخوا تر سره کېږي. تر اوسه د اټکل له مخې سل تنه عسکر د خپل ماموريت پر مهال وژل شوي دي.