په کابل کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړل
۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې چاودنه پر هغه موټر شوې ده چې د کانونو وزارت کارکوونکي یې لیږدول. د کورنیو چارو وزارت بل ویاند نجیب دانش، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې احتمال قوي دی چې چاودنه دې د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا رامنځ ته شوي وي.
د چارواکو په خبره چاودنه د افغانستان په ځایي وخت د ماښام له پنځو بجو لږ مخکې شوې ده. چاودنه د کابل پوهنتون او د افغانستان د پارلمان پخوانۍ ودانۍ ته نزدې شوې ده.
ویل شوي دي چې د پیښې له کبله په ټپي شويو کسانو کې یوه ښځه او درې نارینه شامل دي.
د افغانستان ځایي رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي دي چې په کې یو کاستر ډوله موټر ښوول کیږي چې ښايي د برید کوونکي اصلي هدف وو.
که څه هم تر اوسه پورې د دې پیښې له کبله د کوم کس د وژل کیدو خبره نه ده شوې خو ډیر وخت د دغه شان بریدونو تلفات د وخت له تیریدو سره لوړیږي.