1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کابل کې یوه برمته شوې استراليایي بیرته آزاد شوې

۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبه

چارواکو ویلي دي چې تیر کال په افغانستان کې یو برمته شوی استرالیایي ښځه اوس آزاده شوی دی. استرالیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کوي چې افغانستان ته د لوړو ګواښونو له کبله سفر و نه کړي.

https://p.dw.com/p/2ZBaD
Afghanistan Angriff auf Wohnanlage für Ausländer in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د اسرالیا د نشراتو ادارې ویلي دي چې دغه ښځه یوه مرستندویه کارکوونکې وه او تیر کال په نومبر میاشت کې په کابل کې برمته شوې وه. د استرالیا  د بهرنیو چارو ادارې په یوې اعلامیې کې راغلي دي: «په افغانستان کې یوه برمته شوې استرالیايي ښځه آزاده شوې ده.»

په اعلامیې کې له افغان چارواکو هم د هغوی د مرستې له کبله مننه شوې ده. د اسرالیا د بهرنیو چارو ادارې ویلي دي: «کورنۍ یې راتګ ته خوشحاله ده او له رسنیو څخه هیله لري چې په دې وخت کې د دې کورنۍ د شخصي حریم درناوی وکړي.»

استرالیا خپلو وګړو ته افغانستان ته د نه تلو سپارښتنه کوي. د دې هیواد د سفر په وروستۍ مشاورتې خپرونه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د مرستندویه کارکوونکو، خبریالانو او د بهرنیو شرکتونو د کارکوونکو د برمته کیدو ګواښ موجود دی: «افغانستان ته د ډیر خطرناکه امنیي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو د لوړ ګواښ له کبله سفر مه کوئ.»

تیره میاشت هم یوه استرالیایي مرستندویه کارکوونکې کترین جین وسلن، له برمته کوونکو څخه آزاده شوې وه. هغه د ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو له خو په جلال آباد ښار کې برمته شوې وه.

خو اوس هم یو استرالیایي، په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون استاد تیموتي ویکس، چې په افغانستان کې برمته شوی وو، د هغوی په بند کې دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب