1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کالې کي د «څنگل کمپ» تخليه کول پيل سول

۱۳۹۵ آبان ۳, دوشنبه

د فرانسې په شمال کالې سيمه کي د «څنگل کمپ» چي ډېر غير قانوني مهاجر پکښې مېشت دي تخليه کول پيل سول. په دغه کمپ کي ډېر افغان مهاجر هم له مياشتو راهيسي بريتانيا ته د تگ په تمه ول.

https://p.dw.com/p/2RbYZ
Frankreich Räumung Dschungel von Calais
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Morenatti

د فرانسې په شمال «کالې» سيمه کي د مهاجرو غيرقانوني کمپ تخليه کول په رسمي ډول پيل سول. دغه کمپ ته نژدې فرانسوي چارواکو د راجستر يو مرکز جوړ کړی. په دغه ځای کي به مهاجر پوښتل کيږي چي کوم مهاجر کمپ ته تلل غواړي.

د ځنگل کمپ مهاجر کولای سي چي په فرانسه کي د مهاجرو له پاره له ۴۵۰ کمپونو څخه یو ځان ته وټاکي او هلته ولېږدول سي.

د دوشنبې ورځي په سهار وختي لا ځنگل کمپ ته نژدې نوم ثبتولو مرکز مخي ته په لسونو مهاجر راټول سوي ول. دغه مرکز ته نژدې ۶۰ سروس موټر هم راغلي چي راجستر سوي مهاجر د خپلي خوښي کمپونو ته انتقال کړي.

ددغه راجستر پرمهال د مهاجرو د پناه غوښتنه نه، بلکي يوازي د هغوی نوم او هغه ځای چي په فرانسه کي دوی غواړي ولاړ سي، ثبتيږي.

په پام کي ده چي په راتلونکو دوو درو ورځو کي به له دغه غيرقانوني مهاجر کمپ څخه نژدې ۶۵۰۰ مهاجر چي له مياشتو راهيسي بريتانيا ته تيريدو په تمه ئې شپې او ورځي تيرولې، نورو قانوني مهاجر کمپونو ته انتقال کړي.

چارواکو ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ به لا په دغه سيمه کي د مهاجرو د خېمو او کوډلو په ټولو پيل وکړي.

په ځنگل کمپ کي مهاجر په خېمو او تر شنه اسمان لاندي شپې تيرولې. د فرانسوي چارواکو په خبره د هوا په يخېدو سره کيدای سي په دغه کمپ کي يو بشري ناورين رامنځ ته سي.

په دغه غيرقانوني کمپ کي ډېر مهاجر افغانان، سوريايان او د ايريتريا وکړي دي. د دوی ډېری غواړي چي په قاچاقي توگه يا د «يورو تونل» او يا هم په لاريو موټرو کي بريتانيا ته ځانونه ورسوي.

د فرانسې چارواکو ويلي دي چي که له ځنگل کمپ څخه مهاجر پخپله خوښه نورو مهاجر کمپونو ته ولاړ نه سي، نو په زور سره به خپلو هيوادونو ته بيرته ولېږل سي.

د شنبې ورځي په ماښام په دغه کمپ کي ځينو مهاجرو د فرانسې د هغي پريکړي پر وړاندي چي کمپ تخليه کوي، اعتراض وکړ. دوی پر پوليسو ډبري و اورولې او پوليسو بيا اوښکن گاز استعمال کړ.

په کالې سيمه کي د «ځنگل کمپ» تخليه کولو له پاره نژدې ۱۲۵۰ پوليس گومارل سوي دي.

نور مطالب