1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کالې کې د «ځنگل کمپ» نړیدل

۱۳۹۵ آبان ۵, چهارشنبه

د فرانسې په کالې سیمه کې د «ځنگل کمپ» خېمې او په خپل لاس جوړي شوې کوډلي ویجاړیږي. تر اوسه دغه لړۍ په سوله ییزه توگه پر مخ روانه ده. ښایي د دغه کمپ ځینې مهاجر آلمان ته راوستل شي.

https://p.dw.com/p/2Ri2B
Frankreich Jungle Calais wird abgebaut
انځور: Reuters/N. Hall

په کالې کې د مهاجروکمپ د خالي کولو په دوهمه ورځ، پولیسو د هغه کارکوونکو چې خیمې او کوډلې یې ورانولې ساتنه کول، څو په دغه ځای کې له ځینو پاتو مهاجرو سره یې آخ او ډب رامنځ ته نه شي. دغو کارکوونکو چې نارنجي کالي یې اغوستي ول له یو ډول کوچني بلدوزرو او ماشیني آرو څخه کار واخیست.

دغو کارکوونکو خالي خېمې او خوني ویجاړي کړي او له مهاجرو څخه پاته شوي شیان لکه توشکي، کمپلې او دیگونه یې د کثافاتو کانتیرونه ته ورغورځول. ځینې خونې یا کوډلي سوځول شوې دي، خو دا خبره نا معلومه ده چې آیا دغه کوټې د مهاجرو له لوري سوځول شوي دي که نه.

Frankreich Räumung Dschungel von Calais
انځور: Reuters/P. Rossignol

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سه شنبې په ورځ ۱۲۶۴ مهاجر له «ځنگل کمپ» څخه وتلي دي. زیاته شوې ده چې دغه کسان د فرانسې په بیلابیلو برخو کې د نوم لیکنې لومړنیو مرکزونو ته د سرویسونو په واسطه استول شوي دي. په دې ترتیب د دوشنبې له ورځې راهیسې له دغه کمپ څخه ۳۲۰۰ مهاجر انتقال کړل شوي دي.

زیاتره مهاجر د افغانستان، ایتوپیا، ایریتریا او سوډان دي. د دوی ډېری بریتانيا ته د سفر کولو په موخه په دغه غير قانوني کمپ کي ځای پر ځای شوي ول.

شا او خوا ۷۷۰ تنه چې نوي ځوانان دي له «ځنگل کمپ» څخه د هستوگني کانتینرونو ته انتقال شوي دي، چې دغه کمپ ته څیرمه موقعیت لري. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنر کازنو ویلي دي چې بریتانيا دې ته چمتووالی ښوولی دی چې له کالې کمپ څخه ټول هغه ماشومان چي سنونه ئې لږ وي يا سرپرست و نه لري او يا په بريتانيا کي خپلوان ولري، ومني.

بې سرحده ډاکټرانو انتقاد کړی دی چې یوازي د څیرې په کتو سره دا ارزول کیږي چې د چا سن کم دی (یعنې عمر یې د ۱۸ کلنۍ تر قانوني سن ټیټ دی) څو په دې سره د پناه غوښتنې د یوې ځانگړې پروسې څخه برخمن شي.

په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ به په دغه کمپ کې پاته نور مهاجر د سرویسونو په واسطه نورو مرکزونو ته انتقال شي. له هغوی څخه یې ځینو د مقاومت اعلان کړی دی.

Frankreich Evakuierung des Dschungels in Calais
انځور: Picture-Alliance/dpa/T. Vandermersch

اتلس کلن سوډانی علي اوتمه وایي: «هغوی کولای شي ما ونیسي، محبس ته مې واچوي او یا مې پر سړک وغورځوي. خو زه بیا هم بریتانيا ته تگ غواړم.» دا چې په اصطلاح له دغه ډول خلکو سره چې هرو مرو پاتېدل غواړي، څه ډول چلن به وشي، په دې هکله په ښکاره ډول څه نه دي ویل شوي. خو په غیر رسمي توگه اوریدل کیږي چې په پای کې ښایي پولیس پر دنده وگومارل شي.

خو تر اوسه پورې د کمپ د خالي کولو چارې په سوله ایزه توگه پر مخ روانې دي. د انتقال د مرکز د دروازې مخې ته له پولیسو سره کشمکش رامنځ ته شوی وو، خو کوم څوک پکښې ټپي شوی نه وو. د ماښام له خوا هم په کمپ کې کوم آخ او ډب نه وو رامنځ ته شوی. تر دې دمخه ورځو کې د کمپ او په شا او خوا کې آخ او ډب رامنځ ته شوی وو چې پولیسو له اوښکن گاز کارولی وو.

د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالې ادارې ویلي دي چې د کالې کمپ خالي کیدل ښایي د دې سبب شي چې ځیني پناه غوښتونکي بیرته آلمان ته راوگرځي. دغې ادارې د فرانسې خبري آژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې په دې تړاو له فرانسوي چارواکو سره له نزدې په اړیکه کې دي.

تر دې دمخه د «راینشه پوست» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی وو چې آلماني چارواکي د فرانسې له لوري د په سونو مهاجرو بیرته دغه هیواد ته وراستولو اټکل کوي، چې ترمخه په آلمان کې ثبت شوي دي. خو لا تر اوسه فرانسې په دې هکله کومه رسمي غوښتنه نه ده کړې.

نور مطالب: