1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کانادا کي د ځنګل اورونه له کنتروله وتلي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د البرتا په ايالت کي د ځنګل اورونو اوس ګاونډی ايالت هم له ګواښ سره مخامخ کړی دی. بيره سته چي په يوه ورځ کي به د اور لمن تر ۳۰۰ زرو هيکتارو پوري وغځيږي.

https://p.dw.com/p/1IjpJ
انځور: Reuters/Mark Blinch

د کانادا په البرتا ايالت په ځنګلونو کي اورونو سخت تاوانونه رامنځ ته کړي دي. د دغه ايالت حکومتي مشري رېشل نوتلي ويلي دي چي د اور لمبې په يوه اغېزمنه سيمه کي لا هم تر کنترول لاندي نه دي. د آفاتو سره د مبارزې ادارې ويلي دي چي «وضعه نااټکل کېدونکې او خطرناکه» ده.

د آفاتو سره د مبارزې ادارې زياته کړې ده چي په کومه سيمه کي اور لګېدلی هلته اوس د اور تر لمبو لاندي د ساحې پراخوالی دوه چنده زيات سوی دی. يادي ادارې زياته کړې چي د اور د لمبو د لمن د پراخېدو مخه لا تر اوسه نه دي نيول سوې. دغې ادارې زياته کړې چي اټکل کوي د هغې سيمي ساحه بيا دوه چنده سي، چي د اور لمبې پکښي بلي دي.

د کانادا د امنيت وزير رالف ګودېل ويلي چي تر اوسه پوري لا داسي خطر نه دی موجود چي اور دي نورو سيمو ته هم وغځيږي. د اور لمن و نورو سيمو ته د پراخېدو بيري په دې خاطر موجود دي، ولي چي د اور له سيمي څخه زښتي ګرمي څپې د هوا په مرسته نورو ساحو ته لېږدول کيږي او هلته د رطوبت کچه راکموي او په دې توګه د نوو اورونو د لګېدو ګواښ زياتوي.

د باران هيلي

د CTV په نوم تلويزيوني کانال د راپور له مخي کارپوهان اټکل کوي چي کېدای سي د ځنګلونو د دغه اور لمبې تر څو اونيو پوري بل پاتي سي. د اور وژنې عملې ويلي دي چي که په زيات مقدار باران نه وسي، نو کېدای سي چي د اور لمبې تر څو مياشتو پوري بلې پاتي سي. په البرتا کي د اور وژنې د ادارې رئيس چېد موريسن ويلي دي: «سپک باران کفايت نه کوي، بلکه موږ قوي باران ته اړتيا لرو.»

د البرتا ايالت چي د کانادا د نفتو د صنعت په منځ کي واقع دی، دمګړی د سختي وچکالۍ او ګرمي سره مخامخ دی. په دغه ايالتو کي د څو ورځو راهيسي د ۳۰ سانتي ګرادو توښوډه حاکمه ده. تر ۱۴۰۰ څخه زيات اور وژونکي په دې مصروف دي چي په ۴۰ بيلو سيمو کي لګېدلي اورونه تر کنترول لاندي راولي. له هوا څخه د څرخي الوتکو په مرسته د اور وژونکو ملاتړ کيږي.۲۵۰۰۰ کسان اغېزمن سوي

چارواکو ويلي چي به زياته بيا د فورت مک مري ښار اوسېدونکي تر زيات وخت پوري د ګواښ سره مخامخ ول. ويل سوي چي د بندو پاتو تقريبا ۲۵۰۰۰ انسانانو څخه زياترو يې د پوليسو د موټرو په بدرګه د سويل پر لور حرکت کړی دی. پوليسو ويلي چي د ۱۵۰۰ او ۱۷۰۰ تر منځ موټر چي د قطارونو په شکل له سيمي څخه وتل، د خپلو موټرو په مرسته يې خوندي سيمو ته بدرګه کړي دي.

تر اوسه پوري د اور لګېدنې په دغو پيښو کي د انسانانو د وژل کېدو خبر نه دی ورکوی سوی. د مک مري ښار چی په ټوليزه توګه پکښي ۹۰ زره انسانان اوسيږي، پکښي اور ۱۶۰۰ ودانۍ سوځلي دي. دا په هغو سيمو کي چي ورڅخه اوسېدونکي يې خوندي سيمو ته تر مخه لا انتقال کړل سوي ول. ویل سوي چي دغې سيمي ته د ګاز لېږد درول سوی، د برېښنا دستګاوي زيامني سوي او اوبه يې نور د چښلو قابل نه دي. اټکل کيږي چي اوسنيو اورونو به تقريبا ۷ مليارده ډالره تاوان رسوی وي.

د کانادا لومړي وزير جستين ترودو د فورت مک مر ښار خلکو ته د تويتر پيغام له لاري د هر ممکنه کومک ډاډ ورکړی دی.



Kanada Lac la Biche Großbrand Evakuierung Turnhalle
انځور: Reuters/C. Wattie

In der evakuierten Stadt Fort McMurray mit ihren 90.000 Einwohnern hat das Feuer bereits etwa 1.600 Gebäude zerstört. Die Gasversorgung ist abgestellt, Elektrizitätseinrichtungen sind beschädigt und das Wasser ist nicht mehr trinkbar. Es wird geschätzt, dass sich die Schäden auf sieben Milliarden US-Dollar belaufen.

Kanadas Premierminister Justin Trudeau sagte den Menschen, die durch das Feuer möglicherweise Hab und Gut verloren haben, über Twitter seine Unterstützung zu: "Die Stadt, die jahrelang so viel zu Kanadas Wirtschaft beigetragen hat, braucht jetzt unsere Hilfe. Wir werden für Fort McMurray da sein."