1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاناډا کي يو تروريستي يرغل شنډ سوی دئ

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

د کاناډا امنيتي ځواکونه وايي، چي په دغه هيواد کي ئې پر اورگاډی باندي يو بريد شنډ کړی دئ. پوليسو په دې تور دوه تنه نیولي دي.

https://p.dw.com/p/18L4M
A Via Rail Canada passenger train pulls into Dorval Station in Montreal, in this July 22, 2009 file photo. Canadian police authorities said on Monday they had arrested and charged two men with an "al Qaeda-supported" plot to derail a passenger train. REUTERS/Shaun Best/Files (CANADA - Tags: BUSINESS POLITICS CRIME LAW)
Kanada Zug Terrorverdachtانځور: Reuters

په تورنتو کي د پوليسو يوه وياند جيمز ماليڅيا ويلي دي چي دغو دوو کسانو چي يو ئې ۳۰ کلن او بل ۳۵ کلن دئ، پلان درلود چي له تورنتو څخه نيويارک ته يو پل ويجاړ کړي.

جيمز وويل، د دې خلکو هدف دا وو چي يو اورگاډی له پټلۍ څخه وباسي: «که دغه پلان عملي سوی وای، نو بې گناه انسانان به پکښي وژل سوي او ټپي سوي وای.»

«سملاسي خطر نه وو»

نيول سوي کسان چي د مونتريال او تورنتو دي يوه ئې لا د کاناډا تعبيت نه لري. د پوليسو د معلوماتو له مخي دغو کسانو د دغه بريد د ترسره کولو «توان او قصد» درلود.

د دغه بريد پلان ته په کتو سره سره پوليسو ويلي دي، چي د مسافرو له پاره کوم فوري خطر نه وو متوجه.

د ځايي رسنيو د معلوماتو له مخي دغه دواړه تورن کسان له يوه کال راهيسي تر څارني لاندي ول. په دې برخه کي د کاناډا او امريکا متحده ايالاتو څارگرو یو ځای کار کاوه.

ويل کيږي، چي دغه پيښه د تيري اوونۍ د بوستن په ماراتون يا ډله ييزه ځغاستي کي له چاودنو سره تړاو نه لري.

د القاعدې ملاتړ

د پوليسو وياند ماليڅيا وويل، چي په «ايران کي د فعالي القاعدې» له خوا د دغو کسانو ملاتړ کېدی. خو د دې له پاره «هيڅ شواهد نسته چي گويا له دغه بريد سره دي دولتي ملاتړ ور سره وو».

د امريکايي سرچينو په حواله، القاعده په ځانگړې توگه د ايران په زاهدان کي د افغانستان او پاکستان سره په سرحد کي فعاله ده. خو د القاعدې دغه فعاليتونه د تهران له حکومت سره اړخ نه لگوي.

په تيرو کلونو کي په کاناډا افراطي کسان د امنيتي ځواک تر تعقيب لاندي ول. په دې اساس ويل کيږي، چي په الجزاير کي د گازو پر تاسيساتو باندي په يرغل کي د کاناډا افراطيانو هم لاس درلود.