1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچي کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۱۴, دوشنبه

په کراچي کي د شيعه مسلمانانو په يوه مسجد کي د چاودني له کبله ۵۲ کسان وژل سوي دي او نزدې ۱۵۰تنه نور ټپيان سوي دي. چاودنه د ماښام تر لمانځه وروسته رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/17pfV
Residents stand in front of a damaged building after a bomb blast in a residential area in Karachi March 3, 2013. A bomb attack in a Shi'ite Muslim area of Pakistan's commercial capital Karachi killed 25 people and wounded 50 on Sunday, the police said. REUTERS/Akhtar Soomro (PAKISTAN - Tags: CRIME LAW CIVIL UNREST POLITICS)
Pakistan Bombenanschlagانځور: Reuters

د پاکستاني چارواکو په خبره د مړو تعداد کيدای سي نور هم لوړ سي، ځکه چي د ډيرو ټپي سوو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ. د نړېدلو کورونو تر خاور لاندي کيدای سي نور مړي هم پيدا سي.

دغه پياوړې چاودنه په کراچي کي په هغه سيمه کي رامنځ ته سوې ده چي شيعه مسلمانان پکښې ژوند کوي. ويل کيږي تر چاودني وروسته په دغه سيمه کي په اپارتمانونو کي اور هم لگېدلی دئ.

تر ۱۰۰ کيلو زيات چاودېدونکي مواد

د کراچۍ د پوليسو د يوه وياند د معلوماتو له مخي، دغه چاودنه د يوه موټر په ‌ذريعه رامنځ ته سوې ده چي په خبره ئې ۱۰۰ کيلوگرامه چاودېدونکي مواد پکښي ځای پر ځای سوي ول.

د پاکستان لومړي وزير راجه پرويز اشرف چي پخپله هم د چاودني پرمهال په بندري ښار کراچي کي وو د پيښي د پلټني لارښوونه ئې کړې ده. د چاودني پړه تراوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې.

د پيښي سيمه
د پيښي سيمهانځور: Getty Images

د پاکستان پر لږکيو شيعه گانو باندي څو واري دغه ډول خونړي يرغلونه ترسره سوي دي. او پړه ئې په دغه هيواد کي افراطي ډلو پرغاړه اخيستې ده. د پاکستان د ۱۸۰ ميليونه نفوس ۲۰ سلنه شيعه مسلمانان دي.

پياوړې چاودنه

د پاکستان په تجارتي ښار کراچۍ کي نزدې ۱۸ ميليونه انسانان ژوند کوي. پروسږ کال په دغه ښار کي سختي خونړۍ پيښي رامنځ ته سوي وې.

په دغه هيواد کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخه په کراچي کي يوازي پروسږکال د تاوتريخوالي په پيښو کي نزدې ۳۰۰۰ انسان وژل سوي دي.

ويل کيږي چي د يکشنبې د ماښام چاودنه په تيرو درو کلونو کي د ترسره سوو چاودنو په پرتله بې ساره وه.

په دغه هيواد کي د ډيرو چاودنو او يرغلونو پړه څو اوونۍ د مخه د «لشکر جنگوي» تروريستي ډلي پرغاړه واخيسته. د روان کال له شروع راهيسي په هغو يرغلونو کي چي دغي ډلي ترسره کړي دي نزدې ۲۰۰ انسانان وژل سوي دي.