1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچي کښي بيا يو سخت بريدتر سره سوی دی

۱۳۸۹ آبان ۲۱, جمعه

تر څو ورځو كراريو راوروسته تېره شپه د كراچي د پوليسو د ماموريت په دفتر کي يوه زوروره بمي چاده وسوه، چي له امله يې شاوخوا عمارتونو، كورونو او سركاري ځايونو ته هم سخت تاوان رسېدلى دى

https://p.dw.com/p/Q6j8
انځور: AP

تر اوسه پوري هغه ځاى ته د برېښنا او د ګازو رسيدل هم بند دى او همدا اوس هم دوه مړي د پېښي دځاى څخه راايستل سوي دي .

پېښه په كراچي کښي د وزير اعلى ځاى ته نژدې د سي آى ډي يا د پوليسو د ماموريت ودانۍ په دفتر کي په داسي حال کي وسوه چي ويل كېږي په پاكستان د يوې مذهبي ډلي لښكري جنګوي، شپږ غړي سبا عدالت ته راوستل كېدل او دې ډلې ته خبر رسېدلى ؤ چي د دوى ملګري د سي اى ډي په دې ځاى کي دي، چې پکښي لومړى فيرونه وسول او ور پسې بمي چاودنه . په چاودنه کي دکوچنيانواو ښځو په ګډون تراوسه پوري د۱۶ كسانو د وژل كېدو او د ۱۲۴ نورو د ټپي كېدو خبر وركول سوى دى . ويل كېږي چي په مړو كې زياتره يې د پاكستان د امنيتي ځواكونو غړي دي .

Bombenanschlag in Karachi Pakistan
انځور: AP

د پاكستاني پوليسو په وينا په دغه چاودنه کي چي پړه يې پاكستاني طالبانو پر غاړه اخېستې ده، څلور يا پنځه حمله كوونكي شامل وه .

په چاودنه کي د ياد سوي دفتر تر څنګ يوتعداد نور عمارتونه، كورونه او يو مسجد هم کاملأ له منځه تللي دي .

د عيني شاهدانو په وينا چي حملو كوونكو لومړى فيرونه وکړل ،ورپسې يې پر دفتر باندي لاسي بمونه وروغورځول او وروسته يې د چاودېدونكو موادو څخه ډك موټر واولوزاو ه:

كه څه هم آزادي سرچېنې د مړو او ټپيانو تعداد ډير ښيي ،خو د كراچي په جناح روغتون كې د ايمرجنسي څانګي مشره ډاكټره سيمي جمالي وايي چي تر اوسه پوري ۱۱۰ تنه ټپيان دغه روغتون ته راوړل سوي دي چي په هغو کي دڅو تنو حالت د تشويش وړ دى : دا وايي ،

« تر اوسه پوري ۱۱۰ كسه ټپيان زموږ روغتون ته راوړل سوي دي . دا ګرده هغه كسان دي چي د بم د پرخچو څخه ټپيان سوي وه او يا هم د عمارتونو په خښتو باندي . په هغو کي ښځي، کوچنيان او د پاكستان د امنيتي ځواكونو غړي هم شامل دي » .

Pakistan Gewalt Karachi Opfer
انځور: AP

د سند د كورنيو چارو وزير ذوالفقار مرزا وايي چې په دغه چاودنه کي دومره چاودېدونكي موادكارول سوي دي لكه د اسلام اباد په مېرټ هوټل کي چي كارول سوي وه:

«هر وخت چې په پاكستان كې دارنګه پېښي كېږي ياهدفي وژني، نو دا د پاكستان د كمزورولو دپاره كار كېږي . دا ډېره غټه پېښه وسوه خو د خداى كرم دى چې لكه څومره چي لويه ده هغومره ځاني نقصان نه دى رسيدلی »

دا اوله پلا نه ده چې په پاكستان په خاصه ډول په كراچي کي دا رنګه پېښي كېږي ،بلكه تر دې مخكي هم دارنګه پېښي سوې دي ،چي په تېره مياشت کي د غازي عبدالله شاه په مزار ك کي بمي چاودني وسوې او په لسګونو كسان يې مړه او ټپيان كړل ،خو په دې چاودنه كې يو مسجد، د هغه حجره او د ملا امام كور هم کاملأ نړېدلي دي . يو عيني شاهد يې په اړه وايي:

[[د ملاصاحب كور کاملأ تباه سو، حجره هم ورسره ونړېدل او مسجد هم په پوره ډول شهيد سو . اول مو هيڅ سر نه خلاصېدی چې دا څه وسول خو وروسته خبر سوو چي په سي اى ډي دفتر باندي حمله وسوه]]

بايد ووايم چې د دونه ډيرو تلفاتو سره سره تراوسه پوري حكومتي چارواكي د مړو تعداد لږ ښيي، ځكه دغه پېښه په يوې ګڼه ګوڼي سيمه کي وسوه، چي ورته نژدې دګورنر هاوس، وزيراعلى هاوس او يو تعداد لوکس هوټلونه او کورونه هم دي .

حبيب الرحمن تاثير

کتونکی : محمد قاسم نوري