1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کرم ايجنسي کي چاودنې ۲۰ انسانان ووژل

۱۳۹۵ بهمن ۲, شنبه

د پاکستان د خيبر پښتونخوا د کرم ايجنسۍ د پاړا چنار سيمي په يو بازار کي چاودنې لږ تر لږه ۲۰ انسانان وژلي دي. د چارواکو په وينا په لسهاؤ نور انسانان ژوبل سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/2WAb1
Pakistan Polizei
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د افغانستان و پولي ته څېرمه د پاړا چنار په «سبزي منډۍ» کي د شنبې ورځي (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۱مه نېټه) په سهار په ۸:۵۰ بجو يوه چاودنه وسوه. دا په داسي حال کي چي په دغه وخت په ياد بازار کي د انسانانو ډېره ګڼه ګوڼه وه. چارواکو ويلي چي اټکل کوي چي دغه چاودنه د يو په کور کي جوړ کړل سوي بم د چاودېدنې له کبله رامنځ ته سوې ده.

د کرم ايجنسۍ د هېډکوارټرز روغتون يو ډاکټر صابر حسين ويلي دي چي په دغه پېښه کي «لږ تر لږه ۲۰ انسانان وژل سوي او تر ۵۰ زيات ژوبل سوي دي.» صابر حسين ويلي دي چي ۱۵ هغه ژوبل سوي کسان چي روغتيايي وضعه يې د اندېښنې وړ وه، د ګاوندۍ صوبې يا ولايت و روغتون ته لېږدول سوي دي.

د اکرام الله خان په نوم يو چارواکي ويلي چي د دغي پيښي وروسته په سيمه کي اضطراري حالت اعلان سوی دی.

اکرام الله خان ويلي چي داسي اټکل کوي چي بم د سابه ؤ په يوه داسي رېړۍ کي پټ کړل سوی ؤ چي له دباندي څخه دغه ځای ته راوستل سوې وه.

د دغه بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. د پاکستان د پوځ د رسنيو د څانګې له خوا ويل سوي چي د بريد وروسته سيمي ته امنيتي قواوي ولېږدول سوې چي سيمه يې کلابنده کړه. زياته سوې چي ژوبل سوي کسان د څرخي الوتکو په مرسته و روغتونونو ته رسول سوي دي.

د پاکستان سياسي مشرانو د پاړه چنار دغه چاودنه په سخته غندلې ده. د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان امر کړی چي د دغې پيښي پلټنې دي پېل سي.

کرم فاټا د ۷ نيمه خپلواکمنو قبايلي ايجنسيانو څخه يوه ده. په دغه سيمه کي تر ۲۰۰۸ پوري وسله وال طالبان واکمن ول تر څو پر ضد يې د پاکستان پوځ عملياد پېل کړل.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.11.2016):