1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمير کې د هند پر پوځي اډه بريد پای ته رسېدلی

۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبه

د هند تر ولکې لاندې کشمير په باره موله ولسوالۍ کې پر يوې پوځي اډې د وسله والو د بريد په نتيجه کې یو سرحدي سرتيری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. په دې اډه کې د ترهګرۍ ضد هندي ځواکونه پراته دي.

https://p.dw.com/p/2Qp9C
Indien Pakistan Tote nach Angriff auf indisches Militärlager
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa

يوه لوړ پوړي هندي پوليس افسر د نوم نه ښوولو په شرط ايسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې تر بريد وروسته د هندي ځواکونو او بريد کوونکو ترمنځ مخامخ جګړه وشوه. ده زياته کړه چې اوس دلته د لټون عمليات روان دي.

د ستر ښار سرينګر په سويل لويديځ کې کابو ۵۰ کيلومتره ليرې پرته سيمه باره موله کې نامعلومو وسله والو چې دقيق شمير يې ښوول شوی نه دی او په وسلو او لاسي بمونو سمبال ول، پر دغي اډې بريد وکړ.

يو بل پوځي افسر جاويد مجتبی، ترمخه ويلي ول چې دا خبره واضح نه ده چې آيا وسله والو پوځي اډې ته د ننوتو هڅې کړې او که څرنگه؟ دغه اډه د هند د پوځ د ترهګرۍ ضد ځواکونو مرکز دی.

د باره موله پر دې اډې له تيرې ورځې (۲۰۱۶ م کال د اکتوبر۲ نيټه) دا بريد په داسې حال کې ترسره شوې چې درې ورځې ترمخه د هند حکومت اعلان کړې وو چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې يې «سرجيکل ستراکس» یا «جراحي بريدونه» ترسره کړي او د ترهګرو ځالې یې له منځه وړي. خو د پاکستان له خوا ويل کيږي چې هند دا ډول هيڅ عملیات کړي نه دي.

همدا دوې اوونۍ ترمخه شکمنو بيلتون غوښتونکو د هند تر ولکې لاندي کشيمر کې د اُړي په نوم پر پوځي اډې بريد وکړ او ۱۸ تنه هندي عسکر يې ووژل. هند تور لګوي چې پاکستان هغو وسله والو ته روزنه او وسلې ورکوي چې له هند څخه د بيليدو په موخه جنګيږي. خو پاکستان تل دا تورونه ردوي.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې له تيرو درو مياشتو راهيسې د حکومت پر ضد مظاهرې او احتجاجونه کيږي. د مظاهرو دا لړۍ د یوه بیلتون پال مشر برهان واني تر وژل کيدو وروسته پيل شوه.

په دې موده کې د هند امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې تر اوسه تر ۸۰ زيات کشميريان وژل شوي او په زرونو نور ټپيان دي. د هندي ځواکونو له خوا د داسې وسلو د استعمال په نتيجه کې چې ډيرې چرې وره وي، په سونه کشميريان ړانده شوي دي.

نور مطالب

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب