1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمیر کې پر هندي ځواکونو يرغل شوی

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو د پوځ پر یوې اډې باندې برید کړی. په دغه برید کې د دوو هندي عسکرو د وژل کیدو او د څو نورو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي. ویل شوي چې یاغیان ودانۍ ته ورننوتي.

https://p.dw.com/p/2TRSF
Indien Kaschmir Soldaten vor Absperrung
انځور: picture-alliance/dpa/J. Singh

رویټرز خبري آژانس د هندي پوځ د یوه لوی چارواکي له قوله لیکلي دي چې تر څلورو پورې وسله والو پر نگروټا کمپ باندې برید کړی دی. د دغه چارواکي په وینا یو برید کوونکی وژل شوی دی.

د پولیسو په وینا د جمو ښار په سویل کې په یوه بله جلا پیښه کې د هند سرحدي ځواکونو د شپږو یاغیانو له ډلې څخه درې تنه وژلي دي چې له پاکستان سره د هند پر شخړه ایزه پوله یې د اوښتو هڅه کوله.

د راپور له مخي، په تیرو میاشتو کې د هندي ځواکونو پر وړاندې په بریدونو کې ډېرښت راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هند او پاکستان تر منځ د وضعيت د خړپړتيا په زیاتیدو سره د اوسني سرحد په اوږدو کې په متقابلو ډزو کې زیاتولای لیدل کیږي.

دغه برید په داسې یوه وخت کې کیږي چې د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال قمر جاوید باوجوه، په رسمي توگه د سه شنبې په ورځ واک تر لاسه کړ. په پام کې ده چې روانه اوونۍ به پاکستاني چارواکي د هند په امراتسر کې په یوه سمیه ایزه غونډه کې گډون وکړي.

هند پر پاکستان باندې په خپله خاوره کې د یاغیانو د مرستې تور لگوي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او پر هند باندي د کشمیري مسلمانانو د حقوقو د پایمالولو تور لگوي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د واید په نوم د پولیسو د يوه لوی چارواکي له قوله لیکلي دي، چې د سه شنبې په سهار وختي لږ تر لږه دوو یاغیانو په نگروټا کې پر یوه پوځي کمپ هجوم وروړ.

ويل شوي دی چې یاغیان کمپ ته ورننوتي او له پوځیانو سره یې جگړه کړې ده. د دغه چارواکي په خبره دوه هندي عکسر او یو وسله وال وژل شوي دي. د هغه په خبره دا چې یو تن په کمپ کې پټ شوی لا هم فیرونه ادامه لري.

نور مطالب: