1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کلیفورنیا کې د یوه بند د دیوالونو د نړیدو اندیښنه

۱۳۹۵ بهمن ۲۵, دوشنبه

د کلیفورنیا ایالت چارواکو ویلي دي چې د دغه بند د دیوالونو د ترمیم، د اوبو د سر کیدو د احتمال، د بند د دیوالونو د نړیدو او د یوه سیلاب د مخنیوي په هڅه کې دي.

https://p.dw.com/p/2XSum
USA Kalifornien Oroville Damm | Wasseraustritt, Evakuierungen
انځور: Reuters/M. Whittaker

د امریکا متحدو ایالاتو په کلیفورنیا کې د سختو ورښتونو له کبله د «اوروویل» بند کې د اوبو سطحه لوړې شوې. شا او خوا ۱۶۰ زره انسانان باید خوندي ځایونو ته انتقاد کړی شي، ځکه چې د دغه بند د دیوالونو د نړیدو احتمال شته.

د کلیفورنیا ایالت چارواکو په اوورویل ښار کې اظطراري حالت اعلان کړی او دغه ځای ته څیرمه د نورو ښارونو له خلکو څخه یې هم غوښتي دي چې د اوورویل د اوبو بند د دیوالونو د احتمالي نړیدو له کبله خپل کورونه پریږدي او خوندي ځایونه ته ولاړ شي. د رسمي معلوماتو له مخې د بند په شا او خوا سیمو کې ۱۶۰ زره کسان ژوند کوي.

دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې چارواکو د اوروویل بند په دیوال کې د درځ یادونه وکړه.

د کلیفورنیا ایالت چارواکو ویلي دي چې د دغه بند د دیوالونو د ترمیم، د اوبو د سر کیدو د احتمال، د بند د دیوالونو د نړیدو او د یوه سیلاب د مخنیوي په هڅه کې دي.

د اوروویل بند د متحدو ایالاتو ستر بند دی چې د د کلفورنیا په شمال کې اوروویل ښار ته څیرمه پروت دی. سږ کال د څو کلنۍ وچکالۍ وروسته دغه سیمه د ډیرو بارانونو شاهده وه چې د دغه بند د شاتنیو زیرمو د ډکیدو سبب شو. چارواکي د دغه بند د زیرمو د خالي کولو په هڅه کې ده.

داسې اندیښنه څرگندیږي چې د بند د دیوالونو د نړیدو په پایله کې ښایي یو ستر سیلاب رامنځ ته شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.04.2015):