1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کندز کي د بريد هدف پخوانی قوماندان وو»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۶, چهارشنبه

په افغانستان کي د جمهوري رياست او ولايتي شوراگانو تر ټاکنو يوه نيمه اوونۍ دمخه د سه شنبې په ورځ په پرلپسې چاودنو او يرغلونو کي په دغه هيواد کي نزدې ۲۵ کسان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/1BVoa
انځور: picture alliance / JOKER

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، يوې ځانمرگې ډلي په کابل کي د انتخاباتو کمېسيون پر يوه دفتر باندي يرغل وکړ. په دغه يرغل کي پنځه تنه يرغلگر، دوه تنه پوليس، د انتخاباتو کمېسيون يو تن کارکوونکی او ولايتي شورا ته يو تن کانديد پکښي ووژل سول.

څو ورځي دمخه طالبانو اعلان وکړ چي په خپل ټول توان سره به تلاښ وکي چي د افغانستان راتلونکي ټاکني گډي وډي کي.
په دغه ورځ دغه راز د افغانستان په شمال کندز ولايت د وزلوبي په يوه ميدان کي ځانمرگي بريد ۶ تنه ملکي کسان ووژل او نزدې ۲۰ تنه نور ټپيان سول.

د کندوز د پوليسو مشر غلام مصطفي محسيني په خبره د بريد هدف د مجاهدينو پخوانی قوماندان مير علم وو، خو هغه له بريده روغ رمټ وتلی دی.

په پلان کي وه چي نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۶) ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په کندوز کي د خپل انتخاباتي کمپاين په لړ کي د خپلو پلويانو په يوه غونډه کي گډون وکړي.

د سه شنبې په ورځ دغه راز د کونړ ولايت په مرکز اسد آباد کي د کابل بانک پر يوه څانگه باندي په ځانمرگي يرغل کي دوه تنه پوليس او درې تنه ملکي وگړي ووژل سول.

د کونړ ولايت امنيې قوماندان عبدالحبيب سيد خېلي ويلي دي چي د درو تنو ځانمرگو بريد کوونکو څخه يوه يې د کابل بانک مخ ته ځان والوزاوه او دوه نور يې په مرميو وويشتل سول. ويل کيږي چي ۱۶ تنه نور افغانان چي له دغه بانک څخه د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو په حال کي وه ټپيان سوي دي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک بيا ويلي دي چي د دغه ولايت په مرکز لښکرگاه کي يوه دېرش کلنه پوليسه د نامعلومو کسانو له خوا په مرميو ويشتل سوې او وژل سوې ده.