1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کي د دويچه ويله آزاد خبريال شېرزاد مړ سو

۱۳۹۵ آبان ۱۱, سه‌شنبه

په کندز کي د دويچه ويله همکار احمد يما شېرزاد تېر ماښام په يوه ترافيکي پېښه کي مړ سوی دئ. شېرزاد له تيرو ۸ کالو راهيسي له دويچه ويله سره همکاري لرله. دويچه ويله ئې په غم کي ځان شريک گڼي.

https://p.dw.com/p/2RyPB
Ahmad Yama Shirzad
انځور: Ahmad Yama Shirzad

احمد يما شېرزاد د دوشنبې په ورځ ماښام (۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۳۱مه) له کابل څخه خپل پلرني ټاټوبي کندز ته پر لار د پلخمري په سيمه کي په يوه ترافيکي پېښه کي تر سخت ټپي کېدو وروسته په روغتون کي سا ورکړه.

د شېرزاد د ورو احمد سيار، په خبره له ارواښاد شېرزاد، سره په موټر کي يو بل ملگری هم وو چي هغه سربېرن ټپي سوی دئ. هغه دويچه ويله ته وويل: «تر دغي غمجني پيښي لس دقيقې مخکي ئې لا زما له يو بل ورور سره په تليفون کي خبري وکړې. خو پنځلس دقيقې وروسته بل تليفون راغلی چي شېرزاد په يوه ترافيکي پيښه کي ټپي سوی دئ.»

سيار وايي دوی پلخمري ته پسې ورغلل او هغه [شېرزاد] لا ژوند وو، خو ډاکټرانو ئې حالت خراب باله او د عمليات پر مهال ئې سا ورکړه.

۴۱ کلن شېرزاد په ۱۳۵۴هجري لمريز کال په کندز کي زېږېدلی، تر ۱۲ ټولگۍ پوري ئې د کندز په شيرخان ليسه کي زده کړي او تر هغه وروسته ئې د کندز پوهنتون د ادبياتو پوهنځۍ لوستې او په کابل کي ئې د «کاتب» پوهنتون د نړيوالو حقوقو په برخه کي ماستري اخيستې وه.

له يما شمېرزاد څخه ۶ کوچنيان پاته سول چي څلور ئې لوڼي او دوه زامن دي.

ارواښاد شېرزاد له تيرو ۸ کلونو راهيسي له دويچه ويله سره د آزاد همکار په توگه کار کاوه او په ډېرو سختو شرايطو کي ئې دويچه ويله ته بې پرې راپورونه، مرکې او څېړنيز مطالب وړاندي کړي دي.

پر کندز د طالبانو د بريد پر مهال د شېرزاد راپور

احمد يما شېرزاد د کندز د ژورناليستانو د ټولني غړی وو او په سيمه کي ئې ډېر محبوبيت لاره.

يما شېرزاد په ۲۰۱۰م کال کي د نورو ژوناليستي زده کړو له پاره د دويچه ويله اکاډمۍ له خوا آلمان ته هم رابلل سوی وو.

دويچه ويله د احمد يما شېرزاد مړينه د افغانستان د ژورناليستانو له پاره يوه ستره ضايعه گني او د افغانستان د ژورناليستانو او په ځانگړې توگه د اروښاد شېرزاد له کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرگندوي.