1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کې بیا د روژی سوله ایزه فضا ګډوډه شوه

۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

د رپوټونو له مخی یوې بمي حملې د کندز د ولایت د استخباراتي اداری یو مامور وواژه او درې نجونې یی ټپیانې کړې. طالبانو د حملی مسولیت په غاړه واخیست.

https://p.dw.com/p/12Axg
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: dapd

د کندز د ولایت یو ویاند، محبوب الله سعیدی، نړیوالو رسنیو ته وویل چې د هغه ولایت د استخباراتي ادارې مامور، پاینده محمد، هغه وخت ووژل شو چی د هغه د سپرلی موټر د هغه کور ته نژدی له یوی بمی حملی سره ویجاړ شو. ویل شوی دی چی پاینده محمد د کندز د استخباراتي اداری یو لوړ پوړی مامور ؤ.

په رپوټ کی د ولایت د ویاند له خولۍ راغلي دي چی دری ځوانی نجونی هم په دغی برید کي ټپیانی شوي دي. طالبانو په خپل یوه لیږل شوي پیغام کې ادعا کړی چی د دغی برید هدف د افغانستان د استخباراتي ادارې لوړپوړي چارواکي وو.

په افغانستان کي د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د طالبانو د رژیم د راپرځولو په دغه جګړه لس کاله تیریږي. اورپکو په خپله جګړه کي بدلون راوستي او په هدفي وژنو یی لاس پورې کړې.

تیره میاشت په کندهار کي د افغان ولسمشر حامد کرزي بانفوذه ورور په خپل کور کي د خپل یو باوري ساتونکي له خوا ووژل شو. همداراز د جولاي په میاشت کی د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي، او په کابل کې د ارزګان پخوانۍ والي او په قومي چارو کی د ولسمشر سلاکار جان محمد خان ترور شول.

په پام کی ده چی د ۲۰۱۴م کال تر پاې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه راووځي او د ټول هیواد په کچه به د امنیتي چارو مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپاري. خو په دي اړه داسي اندیښني شته چي ګواکي افغان امنیتي ځواکونه د دي وړتیا لري چی په ټول هیواد کي امنیت ټینګ کړي.

د افغانستان شمالي ولایتونه د ختیځ او لویديځ په پرتله نسبي ارامې سیمي وي، خو په تیره څه موده کي د تاو تریخوالي پیښو دغلته د بی ثباتي احساس رامنځ ته کړۍ.

دوه ورځي وړاندي هم د کندز په یوه امنیتي شرکت او بهرنۍ مؤسسي د برید په ترڅ کي ۴ تنه افغان ساتونکي ووژل شول.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم