1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کې د هاوان مرمۍ څلور ماشومان وژلي

۱۳۹۶ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په کندز کې هغه وخت څلور ماشومان ووژل شول چې له هاوان مرمۍ سره یې لوبي کولې.

https://p.dw.com/p/2b2E5
Leben im Krieg
انځور: Majid Saeedi

د پولیسو ویاند محافظ الله اکبري، ویلي دي چې په پیښه کې اووه نور ماشومان ټپیان شوي هم دي. چاودنه د دوشنبې په ورځ د چهاردرې ولسوالۍ په قصابان کلي کې رامنځ ته شوې ده.

طالبان د کندز ولایت به چهاردره ولسوالۍ کې پیاوړۍ حضور لري.

د ماينونو په پاکولو په برخه کې د افغان حکومت د همغږي مرکز ویلي دي چې په کندز ولایت کې د اوږدې جګړې له کبله ډیر ناچاودیدلي مواد په کلیو او بانډو کې پاتې دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۶م کال کې په افغانستان کې په چاودیدونکو موادو سره د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده. دې سازمان له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ملکي تلفاتو د ثبتولو بهیر پیل کړی دی.

په جنوري میاشت کې په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د ناچادیدلو موادو ډیر قربانیان ماشومان دي.

یوازې تیر کال په دغه شان پیښو کې ۲۰۱۷ کسان وژل شوي او ۵۰۷ نور ټپیان شوي دي. دا د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

 

زموږ له ارشيف څخه: