1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کې د کورنۍ پر پنځو غړو تیزاب وشیندل شول

۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان په کندز ولایت کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وروسته له هغې د ناپیژندل شوو کسانو لخوا په تیزابو وسوځول شول چې یوه محلي زورپالي ته یې د خپلې لور له ورکولو څخه ډډه وکړه.

https://p.dw.com/p/13KLR
په زور سره ودونو ته د ښځو مجبورول په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې يو معمول ډول دی.
په زور سره ودونو ته د ښځو مجبورول په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې يو معمول ډول دی.انځور: picture-alliance/Photoshot

دغه کورنۍ د سه شنبې په شپه د اوه یا اتو کسانو لخوا تر برید لاندې راغله. اوس مهال د دغې کورنۍ پنځه واړه غړي په خراب روغتیایي حال کې دي. خو د کورنۍ د مشرې لور او د کورنۍ د پلار روغتیایې حالت د اندېښني وړ دی.

دغه کورنۍ وروسته له هغې تر برید لاندې راغله چې د کورنۍ مشرې لور چې ممتاز نومیږي د یوه محلي زورپالې سره د واده کولو څخه ډډه وکړه او د خپل پلار او مور په مرسته د یو بل کس سره نامزاده شوه. تر دې څو اونۍ وروسته شپږ یا اوه کسانو د شپې لخوا پر دغې کورنۍ برید وکړ.

د ممتاز کورنۍ د کندز په ولایت کې ژوند کوي. د هغې مور وایې چې برید کوونکو لومړۍ د ممتاز پلاز ووهه او بیا یې پر هغه، ممتاز، د ممتاز پر دوو نورو خویندو او پر دې تیزاب وشیندل.

ممتاز او د هغې کورنۍ د کندز د ولایت په روغتون کې بستري ده. د کندز د روغتون یو چارواکی وایي چې د ممتاز او د هغې د پلاز روغتیایې حالت د اندیښنې وړ دی. دغه چارواکی زیاتوي چې د ممتاز د مور او د هغې د دوو خورګانو چې ۱۳ او ۱۴ کاله عمر لري مخونه او لاسونه سوځیدلي دي.

د کندز د ولایت د پولیسو یوه چارواکي، غلام محمد فرهاد، رپورټرانو سره د خبرو اترو پر مهال وویل چې د پیښې عاملین به هرومرو دستګیر شي. هغه زیاته کړه چې پولیسو د پیښې په څیړلو پیل کړی دی.

په افغانستان کې ډیری وخت د تیزابو څخه د ښځو په وړاندې کار اخیستل کیږي. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کال کې به بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووځې، د بشرې حقونو فعالین اندیښنه لري چې په دغه هیواد کې به د ښځو حقوق یو ځل بیا تر پښو لاندې شي.

دا یواځې ښځې نه دي چې پرې تیزاب شیندل کیږي. د روان کال په جنوري میاشتي کې افغان ژورنالیست، عبدالرزاق مامون، هم د یوه ناپیژندل شوي کس لخوا تر برید لاندې راغې او ورباندې تیزاب وشیندل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل