1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کې ځایي ملیشې ۱۰ تنه ملکي کسان وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/162C3

د افغانستان په شمال کې حکومت پلوه ملیشې پر یوه کلې باندې برید کړی دئ چې په پایله کې ئې ۱۰ تنه وژل شوي او نور اته تنه ټپیان شوي دي. دغه خبره یوه افغان دولتي چارواکي کړې ده. د کندز والي محمد انور جگدلک د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې اربکیانو د کندز د ښار په اطرافو کې د کانام په کلي کې د خپل یوه ملگري د غچ اخیستو په خاطر چې تیره ورځ په دغه سیمه کې د طالبانو له لوري وژل شوی وو ډزي کړي دي.

والي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې لومړني رپوټونه ښيي چې په دغه پیښه کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او نور ۸ تنه ټپیان دئ. هغه زیاته کړې ده چې دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او که نه. د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي.