1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار او هرات کې مرگ ژوبله شوې ده

۱۳۸۶ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو په موټر باندې د يو بريد په ترڅ کې پنځه تنه په کندهار کې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په هرات کې د زړو مرمو د چادونې له امله درې تنه ماشومان مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/DKA9
په نښه شوي موټر پورې د ملگرو ملتونو نښان لگېدلی و
په نښه شوي موټر پورې د ملگرو ملتونو نښان لگېدلی وانځور: AP
د کندهار په مړو کې څلور تنه نيپاليان او د هغوی افغان موټروان راځي. . دغه موټر په کندهار کې تر بريد لاندې ونيول شو سره له دې چې د ملگرو ملتونو نښان ورپورې لگېدلی و. بم د سړک غاړې ته پټ شوی و. په هرات کې د يو ښوونځي مخې ته مرمه هغه مهال وچوه چې درې تنه ماشومان له ښوونځي څخه راوتل. درې وړاه کوچنيان مړه شول او څلور تنه نور ژوبل شوي دي. نوموړی ښوونځی د يوې نظامي هډې سره نژدې موقعيت لري.