1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي اوس هم ۱۰۰ ښوونځي تړلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبه

د کندهار د پوهني رياست مسئولين وايي، چي لا تر اوسه ددغه ولايت په بېلابېلو سيموکي ١٠٠ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

https://p.dw.com/p/162QZ
انځور: AP

د کندهار د پوهني رئيس شېراغا ساپى وايي، چي د دې ستونزو سره سره ئې په دې نزدې ورځو کي د نوي پيلېدونکي ښوونيز کال له پاره بشپړچمتووالى نيولی دئ. په کندهار کي نوی ښوونيز کال د سنبلې د مياشتي پر ۱۵ نېټه پيليږي.

ساپى وايي، په تير ښوونيز کال کي د ښوونځيو د تړلو تر څنګ د کتابونو کمښت، د٨٠ سلنه ښوونځيو ودانۍ نه درلودل، د مسلکي او رسمي ښوونکو لږ موجوديت او د ځانګړو درسي موادو نه درلودل هغه څه وه چي ددغه رياست د کارونو په لار کي ئې خنډونه جوړکړى ول:

«اوس هم په ځينو سيمو کي زموږ١٠٠ښوونځي د نا امنيو له امله پر مخ تړلي دي، هغه پرانيستي ښوونځي مو هم ځيني داسي دي چي ودانۍ نه لري له خيمو څخه کار اخلو او په ځينو ځايونو کي خېمې هم نسته او زده کوونکي ترشنه آسمان لاندي زده کړي کوي.»

د نوموړي په خبره په يو شمير سيموکي خپله سيمه ييزخلګ له دوى سره ډېرهمکاري کوي او ان ځينو ښوونځيو ته اولسي خلګو خپلي مځکي وقف کړي دي.

خو د لوېديځي حوزې له پاره د پوهني په وزارت کي سلاکار ډاکټر غلام جيلاني همايون بيا د نا امنيو ترڅنګ په کندهار کي د ښوونيز بهير د ټکني کيدو په لار کي د نظارت څانګه کمزورې ګڼي او وايي، چي دوى خپله دنده لکه څرنګه چي ښايي په سم ډول سرته نه رسوي.

د ده په خبره په تيرو کلنو کي همدا د کندهار ښوونځي وه چي په نړيواله کچه به ئې ځوانان روزل،لاکن اوس څه وسول چي د زده کوونکو پوهنيزه کچه ټيټه او د معارف په برخه کي ستونزي ورځ تربلي زياتيږي؟

«زه نه پوهيږم چي ولي ددې زون په ځانګړي ډول د کندهاري زده کوونکو علمي سطحه د نورو حوزو تر زده کوونکو کمزورې ده په داسي حال کي چي کندهاري ځوانان پخوا نه يوازي په هيواد کي، بلکي په نړيواله کچه تکړه ول. همدغو استادانو درس ورکاوه، له همدغو لېسو څخه فارغ سوي دي، اوس څه پېښه ده چي يوم البتردئ ؟»

خو د کندهار د پوهني رياست چارواکي وايي، چي دوى د نوي ښوونيز کال له پاره تيري ستونزي ټولي له وزارت او کندهار ولايت مقام سره شريکي کړي دي او هيله مند دي چي راتلونکى ښوونيز کال به ئې له ډېرو ستونزو څخه خلاص وي.

د کندهار د پوهني رياست مامورين وايي، چي دغه ولايت په تشکيل کي ۴۵۰ لېسې، منځني او لومړني ښوونځي لري. د ياد رياست مسئولين په داسي حال کي د نوي ښوونيز کال له پاره د بشپړچمتووالي خبري کوي، چي د دوى په خبره ريګستان ،غورک او ميانشين هغه ولسوالۍ دي چي تراوسه پکښې هيڅ ښوونيز مرکز نسته.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل