په کندهار کي ترشپيتو زرو ډير کسان په نشو اخته دي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبهپه کندهار کي په نشه يي توکو د رږدی کسانو د درملني د مرکز ډاکټر، نجيب الله شيرزاد، وايي چي په دغه ولايت کي تر 60000 ډير شمير کسان په نشو اخته دي.
د هغه په خبره په دغه ښار کي په نشو د روږدو کسانو د درملني کافي مرکزونه نه سته. دی زياتوي، چي په دغه ولايت کي يوازي يو شل بستريز روغتون سته چي هغه ددغه ډول کسانو د درملني بسنه نه کوي.
«په کندهار کي تر زرو کسانو ډير هغه منتظرين لرو، چي غواړي د نشو څخه د دوا درمل په ذريعه ځانونه وژغوري.»
په مخدره توکو اخته يو تن هم وايي ، چي د څو مياشتو را پدې خوا يې د درملني په مرکز کي حاضري ورکړې خو تراوسه نه دی توانيدلی چي ځان بستر کړي ، او له نشو څخه خلاص سي.
هغه د دولتي چارواکو څخه غواړي ، چي په مخدره توکو د روږدو کسانو د درملني مرکزونه جوړ کړي ترڅو د ده په شان ګڼ شميرځوانان له نشو خلاص او د خپل کور او وطن له پاره د نورو وګړو په شان کار او خدمت ته چمتو سي.
د نشه يي توکو سره د مبارزې وزير، ضرراحمد مقبل، د معلوماتو له مخه د ټول هيواد په کچه تر يومليون ډير کسان په مخدره توکو روږد دي.
مخدره موادو سره دمبارزي د لوړپوړو چارواکوپه وينا د هيواد په يوشميرولاياتو کي به د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني نوي مرکزونه جوړ سي.
حکمت الله اسلمي/کندهار
کتوونکي/ مسعود جهش