1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د ايډز ۱۹ پيښي ثبت سوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه

په کندهار کي د ايډز (ايچ،آى،وي) ويروس د مخنيوي د پروګرام مسئولين وايي، چي تراوسه پوري١٧تنه نارينه او٢تنې ښځي له دوى سره راجسترسوي دي چي په دغه وژونکي ناروغۍ اخته دي.

https://p.dw.com/p/15dyX
انځور: AP

ددوى په خبره، چي له دې ډلي څخه ٣ تنو ئې خپل ژوند هم له لاسه ورکړى دئ. په دغه وژونکي مرض اکثره هغه کسان اخته دي، چي نشې کوي.

په کندهار کي د ايډز ناروغۍ د مخنيوي د پروگرام د پياوړتیا مسئول ډاکټر صديق الله کاکړ وايي، چي ددغه خطرناک ويروس د کنټرول له پاره ئې پر بېلابېلو مشورتي اومعايناتي مرکزونو سربيره يو شمېرګرځنده ډلي هم په دندوګمارلي دي.

د کاکړ په قول د گرځندو ډلو يو شميرغړي په خپله له معتادينو سره ويني او نورکسان بيا د ملا يانو، سپين ږيرو، قومي مشرانو او مخورو سره خپل معلومات شريکوي تر څو د هغوى له لاري اولسي پوهه پرمختګ وکړي:

«يو د معتادينو د زيانونو د کنټرول عمومي مرکز، د معايناتو او مشورې محرم مرکز، په کندهار لوى محبس کي د معايناتومرکز، او ترمخه يوه بله څانګه هم وه چي د مهاجرينو د راستنيدو په مرکز کي ئې فعاليت کاوه چي په خواشينۍ سره اوس هغه څانګه د يو لړمالي ستونزو له امله تړله سوې ده.»

په کندهار کښي په دغه مرض اخته یو تن چي خپل ځان د کاپيسا ولايت معرفي کوي او نه غواړي، چي نوم ئې واخيستل سي، وايي چي اتلس کاله پخوا په ايران کي د هجرت پرمهال په نشه اخته سوی دئ.

ده د کندهار ښار په شهيدانو چوک کښي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي له تيرو څو مياشتو راهيسي ډاکټرانو ورته ويلي دي، چي په وينه کښي ئې د ايچ آى وي ويروس سته او بايد ډېره پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه، چي ترمخه سم وو خو اوس چي په دې مرض اخته سوى دئ په خپل ځان کي کمزوري احساسوي:

«اوس مي د بدن خارش او دردونه زيات سوى دي، ترمخه به مي يوه ورځ روزمزدوري کولاى سواى، خو اوس چي ولاړيږم پرسترګو مي توره شپه راځي اوهغه پخوانى توان مي په بدن کي پاته نه دئ.»

دغه معتاد ځوان چي شکېدلي شکېدلي نسواري کالي ئې اغوستي، بند بند وريښتان او په ږيره کښي ئې د پروړو خاشه بنده ده وايي، چي دا ډول ژوند ئې پر دغه چوک تيريږي:

«پلار، مور او وروڼه راڅخه جلا او زه دلته د سړک پرغاړه د مسافرۍ ژوند تيروم، په معتادۍ مي خبردي. خو په دغه ناروغۍ مي خبرنه دي. اوس نو اخته يم څه وکړم ؟ دا ټول د نصيب کارونه دي.»

دا يوازي دغه ځوان نه دئ، چي په ايچ آی وي ويرويس اخته دئ، بلکي په افغانستان کښي په سوو داسي کسان سته چي په دغه ناروغۍ اخته دي. خو دوی يا د ټولني د پيغور او يا هم د افغاني دودونو له کبله روغتون ته مراجعه نه کوي.

ايډزيوه داسي وژونکې ناروغي ده چي د انسان د فاعي سيسټم کمزورى کوي، پر تنفسي،هضمي، مرکزي او محيطي اعصابو او پوستکي باندي يرغل کوي او بلاخره په وروسته پاته ټولنه کي ډېر ژر د انسان د مړيني سبب ګرځي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل