1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د زعفرانو کښت پراختيا موندلې ده

۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبه

د کندهار ولايت مسئولين وايي چي ترمخه يوازي په امتحاني ډول په دامان او ارغنداب ولسواليو کي زعفران کرل سوي وو او ښيې پايلي ئې درلودې.

https://p.dw.com/p/16JIo
انځور: DW

د دغه رياست مسئول انجنيراحمدشاه روشن وايي چي اوس ئې د خپل وزارت په همکارۍ دغه لړۍ د کندهار نورو ليري او نژدې ولسواليو ته هم وغزول.

د هغه په خبره په دې وروستيو کي ئې د خپل وزارت له اړخه تر٦زره کيلوګرامه زيات د زعفران تخم ترلاسه کړی دئ اوغواړي د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کي ئې کرونده ګرو ته ووېشي تر څو په راتلونکې کي د کوکنارو يو ښه بديل ترلاسه کړي:

«دمخه په يوه يا دوو ولسواليو کي کرل کيدل. خو اوس مو دغه لړۍ ميانشين، شاه وليکوټ، خاکريز، ميوند، ژړۍ، دامان او ارغنداب ته هم اوږده کړې ده. په دغو ولسواليو کي د نيم جريب له پاره موږ د زعفرانو تخم ورکوو او دوى اړدي چي سړک ته نژدې به ئې کري، چي نور خلګ ئې هم وويني او کرلو ته ئې ملا وتړي.»

په بلخ کي د زعفرانو يو کرونده گر
په بلخ کي د زعفرانو يو کرونده گرانځور: DW

د ده په خبره زعفران به په سيمه کي د کوکنارو پر ځاى د کرونده ګرو له پاره ځکه ډېر ګټور وي چي له يوې خوا ډېره خواري نه غواړي او له بلي خوا ئې بيه هم تر تارياکو لوړه ده.

خو کرونده ګر بيا له خپل اړوند رياست او نړيوالو مؤسيسو څخه غوښتنه لري چي د دوى د حاصلاتو له پاره دي تود او منظم بازار پيدا سي.

دکرونده ګرو په خبره، که چيري د دوى د زعفرانو له پاره رانيوونکي پيدانه سي نو اړدي چي بيرته د کوکنارو کرلو ته مخه کړي:

«موږ په زعفرانو خوشحال يو خو په دې شرط چي د خرڅلاو له پاره بازارهم راته پيدا سي. ترمخه په يو شميرسيمو کي زموږ دوستانو کرلي ول، خو رانيوونکي ئې نه وه. که دولت غواړي چي موږ له کوکنارو څخه لاس واخلو، نو زموږ له پاره دي سم بازار پيدا کړي، چي تر حاصل ټولولو وروسته په مناسبه بيه راته خرڅ سي.»

په هرات کي د زعفرانو يوه کرونده
په هرات کي د زعفرانو يوه کروندهانځور: Italienische Armee

د کندهار د کرهڼي رياست چارواکي هم د کرونده ګرو اندېښنه پر ځاى ګڼي او وايي، چي په همدې اړه نه يوازي له کندهار ولايت مقام سره، بلکي له خپل وزارت او نړيوالو همکارانو سره هم ږغېدلي دي.

د دوى په خبره چي هڅه کوي د زعفرانو کرونده ګرو ته په نړيوالو بازارنو کي رانيونکي پيدا کړي او له دې سره د کرونده ګرو اقتصادي ځواک پياوړى او د کوکنارو ريښه يومخ له کندهاره وکاږي.

د کرهڼي ماهرين وايي، چي د کندهار مځکه د زعفرانو کرلو ته چمتو ده او له دې لاري هم کرونده ګر او هم دولت خپلو موخو ته ښه رسيدلاى سي. دوى له دواړو څخه غواړي چي په په دې لار کي خپلي هلي ځلي ونه سپموي او کندهار د کوکنارو له ناسور څخه په رشتيا هم وژغوري.

BdT Safran Blume Indien
انځور: AP

د طب ډاکتران هم وايي زعفران نه يوازي په اقتصادي لحاظ ګټوردي، بلکي د دماغي او روحي ناروغيو له پاره هم په بېلابېلودرملوکي په پراخه کچه کاريږي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل