1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د طالبانو پر ضد عمليات ښایی وځنډيږي. ولی؟

۱۳۸۹ خرداد ۲۳, یکشنبه

جنرال ميک کريستال:«د مقاومت کونکو په ضد عمليات سخت دي او دي کار دپاره وخت په کاردي . ددي دپاره چي دخلکو ملاتړ تر لاسه کړاي شي بايد له احتياطه څخه کار واخيستل اوښايي دي موخي ته د رسيدلو دپاره څو مياشتي وخت ته اړه وي .

https://p.dw.com/p/Npca
په افغانستان کی د متحده ايالاتو او د ناتو عمومی قوماندان جنرال ميک کريستل
په افغانستان کی د متحده ايالاتو او د ناتو عمومی قوماندان جنرال ميک کريستلانځور: picture-alliance/dpa

د همدي روان ميلادي کال د پسرلي راهيسي ، له دي څخه خبري کيدلي چي د افغانستان په ستر جنوبي ولايت کندهار کي چي په اصطلاح د طالبانو مهمه هډه بلل کيږي دنړيوال سوله ساتونکي ISAF او دافغان ځواکونوله خوا په پراخو پوځي عملياتو لاس پوري کړاي شي . نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو به له دي څخه خبري کولي چي د کندهار د ښار په کنترولوسره به دوي دطالبانو څخه ابتکارپخپل لاس کي واخلي . داسي ګومان کيده چي د کندهار په ښارباندي به ستر تعرضي عمليات د جون په مياشت کي پيل کيږي ، خو هسي چي ښکاري دا کار ندي شوي .

د افغانستان د پاره د ناتو او دامريکايانو ستر قوماندان جنرال ميک کريستال وايي: «د مقاومت کونکو په ضد عمليات سخت دي او دي کار دپاره وخت په کاردي . ددي دپاره چي دخلکو ملاتړ تر لاسه کړاي شي بايد له احتياطه څخه کار واخيستل اوښايي دي موخي ته د رسيدلو دپاره څو مياشتي وخت ته اړه وي .

په افغانستان کي د ناتو دځواکونو وياند ډګر جنرال ژوزف بلوتڅ وايي:

«دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو ISAF له نظره په سويلي سيمو کي زمونږ دندي ساده دندي ندي اوپه دغه سيمو کي هم مونږ دختيځو سيمو په شان دسختو ننګونو سره مخامخ يو . مسايل دلته ډير پيچلي دي او دغه ننګوني يواځي امنيتي ننګوني ندي چي دلته مونږ ورسره مخامخ يو . له يوي خوا دافغانستان دحکومت له خوا ددغه عملياتو په مقابل کي مخالفت شودل کيږي ، او له بله پلوه خلک په دغه سيمه کي زمونږ دپلانونو سم ملاتړ نه کوي . په داسي حال کي چي مونږ دغه ملاتړ ته اړ يو.»

دڅو مياشتو څخه راپديخوا په دغه سيمه کي طالبان د هغه عادي وګړو په ضد عمليات سرته رسوي چي له حکومته سره ګډ کار کوي . دوي په اصطلا د ټيټي رتبي خلک دي ، محاظين نلري ، او طالبان د دوي په ځپلو سره غواړي په دغه سيمو کي د يوي سالمي اداري د جوړولو مخه ونيسي . په داسي حال کي چي د يوي سالمي اداري جوړول د مقاومت کونکو سره د مبارزي دستراتيژي يوه مهمه برخه بلل کيږي .

په دي برخه کي د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو پلانونه دکندهار به ګاونډي ولايت هلمند کي ډير ورو پرمخ روان دي او دټولو هلو ځلو سره سره بياهم دخڼډونو سره مخامخ کيږي . بله ستونزه چي په کندهار کي په دي برخه کي شته هغه دکرزي دورور دريځ دي او دي په کندهار کي دخپلو نورو سيالانو سره په مبارزه بوخت دي .

يواځني برياليتوب چي په روان وخت کي نړيوال سوله ساتونکي يي به افغانستان کي لري هغه دافغانستان په شمال کي دطالبانو د منځني لارښونکو له منځه وړل دي چي دا کار دامريکايي خاصو واحدونو له خوا تر سره کيږي . دافغانستان په شمال کي چيرته چي آلماني عسکر ځاي په ځاي دي هلته اوس 4000 امريکايي عسکر هم ځاي په ځاي شوي . په راتلونکي اوړي کي په افغانستان کي نړيوال سوله ساتونکي ځواکونه غواړي چي دافغانستان به شمالي ولاياتو کي دمقاومت کونکو په ضد خپل فشارونه زيات کړي . په دي هکله دناتو وياند ژوزف بلوتڅ وايي: «څه چي به مونږ په اوړي کي تر سره کو هغه به دافغانستان دامنيتي ځواکونو په روزنه کي زيات کاروي . امريکايي او آلماني واحدونه په دي لاره کي زيات زيار باسي .»

آلماني عسکر به خپل د روزني او ساتونکي کندک په جوړښت کي داسي بدلونونه راولي چي دوي وشي کړاي د افغانستان امنيت ځواکونو د روزني دنده په غاړه واخلي . د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو سيمه ايز قوماندان فرانک لايدنبرګر وايي چي مقاومت به په شمال کي پاي ته ورسول شي ، خوخبره داده چي دا به څومره وخت دوام پيدا کړي او دغه وخت په دي پوري اړه لرې چي څومره لګښت به وي څومره ځواکونو ته به اړه وي او څه وسايل به په لاس کي وي . دلته مهم نقش دافغانستان د عسکرو او امنيتي ځواکونو روزنه لوبوي .

Sabina Matthy/ ضياءالحق فضلی

کتونکی: عبدالباری حکيم