1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د عمر پر جامع کار پيل سو

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعه

د حضرت عمربن خطاب دلويي او تاريخي جامع پروژه، چي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال يې د رغیدو چاري پیل سوي وې ولي د سياسي تحولاتو له کبله ددغي لويي جامع کار نیمګړی پاته سو...

https://p.dw.com/p/MmDz
په کندهار کي د باباولي صاحب زيارت
په کندهار کي د باباولي صاحب زيارتانځور: Hekmatullah Aslami

دغه لویه جامع، چي د کندهار ښار په زړه کي د کندهار د پخوانۍ سېنما پرځای او مځکه ډیزاین او جوړه سوه د درو لويو برخو درلوونکې ده،چي یوه برخه يې د مسجد جامع بله د مدرسې او دريمه برخه يې، چي جامع ته اقتصادي برخه هم بلل کيږي د مارکېټ او دکانونو برخه ده.

ديادي سوي جامع کار، چي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پرمخ تللی.ليدل کيږي،چي هم هغه مهال يې کار تقريباًپنځوس فیصده پرمخ وړل سوی و،چي د اوسني ښاري پراختيا او نورو مسلکي ارګانونو د سروې په اساس اوس مهال دغه جامع جومات اتلس مليونو ډالرو ته اړتیا لري ترڅو کار يې بشپړ او په اساسي توګه ورغول سي.

دکندهار والی ډاکټر توریالي ويسا ددغي جامع د بيارغېدو کار دکندهار د متدينو خلګو غوښتنه او وړانديز بولي زياتوي،چي د اوس مهال لپاره د جامع يوه برخه، چي د مسجد جومات رغول دي د هيواد د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په پنځوسوو زرو امريکايي ډالرو شخصي پېرزوينه او مرسته د ښاري پراختيا او د يوافغاني شرکت په ملتيا رغول کيږي.

بل لوري خلګ هم د دولت لدې اقدامه څخه، چي د نورو تاسيسا تو ترڅنګ مسجد جامع ګاني او نور دا ډول د ديني زده کړو مدرسې اوځايونه رغوي خوښي څرګندوي، او زياتوي، چي په دا ډول اسلامي ممالکوکي د داډول عبادت ځايونو جوړول اورغول دسياست له اړخه ليري خبره ښکاري.

دکندهار ملي سوداګرو هم ژمنه کړې، چي د مسجد جامع د بشپړه رغوني په برخه کي هم مرستي وکړي ترڅو ددې لوی جامع همدا یوه برخه هم په اساسي توګه ورغول سي.

د يادوني وړ ده چي د کندهار ښار په دوهمه ناحيه د ميرهزار تاريخي مسجد جامع،چي دلوی احمد شاه بابا او د هغه د زوی تيمورشاه د واکمنۍ پرمهال د وخت سپاه سالار ميرهزار له خوا ودانه او جوړه سوې ول، د بيا رغوني چاري رواني دي.

حکمت الله اسملي/ کندهار

کتونکی. زيارمل