1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د فارمي چرگانو فابريکه پرانستل سوه

محمد ابراهيم سپېڅلی / کندهار۱۳۹۲ اسفند ۴, یکشنبه

د چرګانو د ذبح کولو او په کارټن کي د پيکولو دغه لومړنۍ فابريکه د يو افغان سوادگر لخوا د ۱۶ مليونو افغانيو په لگښت جوړه سوې ده. ياده فابريکه هره ورځ تر ۴۰۰۰ پوري چرگان ذبح کوي او په کارټن کي اچوي.

https://p.dw.com/p/1BE22
انځور: Ibrahim Speasaly

په کندهار کي د دغې فابريکې د جوړېدو څخه ترمخه په زرګونو کيلو ګرامه د چرګانو غوښه له بهر څخه واريدېدله. د دغه ولايت د اقتصاد او کرهڼي رياستونو مسؤلين وايي چي د يادي فابرېکي جوړېدل ډېر اړين کار ؤ. دوی زياتوي چي خوشبين دي چي د دغې فابريکې د جوړېدلو سره به خلګو اقتصادي وضعيت ورسره ښه سي.

د يادي فابريکې مسؤلين وايي چي دغه فابريکه هره ورځ د ٤٠٠٠ چرګانو غوښي بازار ته وړاندي کوي. دوی زياتوي چي په نژدې راتلونکي کي به دغه ظرفيت نور هم لوړ سي.

ياده فابريکه د کندهار ښار په صنعتي پارک کي جوړه سوېده. د فابريکې څښتن داد محمد ناصر وايي چي فابريکه يې د ماشينونو په مرسته چرگان حلالوي او هم يې په کارټنونو کي اچوي. نوموړی زياتوي، په دې ډېر خوښ دى چي خپل ٣٠ تنه هيوادوال يې په کار ګمارلي او په راتلونکي کي غواړي، چي دا شمېره تر سلو کسانو هم لوړه کړي.

د کندهار د کرهڼي رئيس انجنيراحمدشاه روشن د يادي فابرېکې جوړېدل د هيواد په کچه لوى ګام يادوي او وايي د يوې بلي داسي فابرېکې د جوړېدو غوښتنليک هم ورته رسېدلى او تر اداري کارونو وروسته به يې چاري پيل سي.

د روشن په خبره دا ډول کار ځايونه د زراعت او مالدارۍ د ودي لپاره ډېر ګټور دي او په زياتېدو سره به يې د خلګو اقتصاد هم ښه وده وکړي.

د کندهار د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي هم وايي، هر څومره، چي کارځايونه زياتيږي وروسره سم د خلګو اقتصادي ژوند پرمختګ او د ناامنيو مخه نيسي. نوموړي د آلمان ږغ خبريال محمد ابراهيم سپېڅلي ته وويل چي د ورته فابريکول په مرسته به له يوې خوا زياتو کسانو ته کار پيدا سي او له بلي خوا به په کندهار ښار کي دننه د چرګانو تازه غوښه په مناسبه بيه پلورل کېږي. نوموړي زياته کړه چي د هيوادوالو لپاره د داسي فابريکو جوړېدل اقتصادي زېرى دى.

اوس مهال په کندهار ولايت کي ٤١٤ د چرګانو د روزني فارمونه او پر دې سربېره د بېلا بيلو خوراکي او غيري خوراکي توکو د جوړولو ٨٠ بابه فابرېکې په کار بوختي دي، چي په سلهاو کسانو ته پکښي د کار زمينه چمتو سوې ده.