1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د مات سويو هډوکو درملنه کيږي

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

په کندهارکي د تيرودووکالوراهيسي ترسلوزيات هغه ناروغان چي هډوکي يې مات سوي وو په دغه نوي طبي مېتود سره يې درملنه سوې ده.

https://p.dw.com/p/11q6n
«دغه مېتود کندهار ته په ٢٠١٠عيسوي کال کي راغلى»
«دغه مېتود کندهار ته په ٢٠١٠عيسوي کال کي راغلى»انځور: picture-alliance/dpa

د کندهار د عامي روغتيارئيس ډاکټرعبدالقيم پخلا په خبره، له هغه وخته چي دغه پروګرام يې په کندهارکي پيل کړى، ښې پايلي يې درلودلي دي.

« دغه اصلاً د ساينيل پروګرام دى، موږ په ٢٠١٠کال کي کندهارته را انتقال کړ او تر اوسه پوري ترسلوزيات ناروغان په دې نوي مېتود تداوي سوي او ښه نتجه يې ورکړې ده. ښه خبره خوداده چي اوسمهال د ميرويس روغتون دجراحي دڅانګي اکثريت ډاکټران وړتيالري چي استعمال يې کړي.»

په ميرويس روغتون کي د جراحي څانګي يوتن ډاکټرعبدالغني چي د ساينيل په استعمال کي نژدې دوه کلنه تجربه لري وايي ددغه نوي مېتود د درملني له مخي د هډوکو د ناروغانو په موده کي د پخوا په پرتله د پام وړکموالى راغلى دى.

« دغه داخل سيخ ته ساينيل وايي، چي نن عمليات سي په سبا مريض کولاى سي چي پر خپلو پښو وګرځي، که څه هم دا کسرونو ته فرق کوي خو کولاى سي، چي پر وګرځي. که خارجي سيخان ورسره مقايسه کړو په هغه کي مريض اړدى چي يوه مياشت معطل سي.»

خان محمد يوله هغو ناروغانو څخه دى چي د پښې هډوکى يې د موټرسايکل په ټکرکي مات سوى او د تېرو شپږو ورځو راهيسي يې په دې نوي مېتود درملنه سوې.

نوموړى وايي اوس کولاى سي پرخپلو پښو په اسانۍ سره تګ وکړي، کښېني، په اسانۍ سره ولاړسي.

په کندهارکي يوشميرکسان هم دغه نوې ميتود ته خوښ دي او وايي چي پخوا به دوى خپل ناروغان پاکستان ياهم هندوستان ته لېږدول او نه يوازي به يې ډيري پيسې لګېدلې، بلکي لويه سرګرداني به هم ورته پېښه وه.

ساينيل(SIGNNAIL) په طبابت کي هغه نوي مېتود ته ويل کيږي، چي د روغتياپالانو په وينا د مات سويو هډوکو درملنه په لنډ وخت کي ترسره کوي.

اصلاً دا يو ډول فلزي سيخ دى، چي د ناروغ په هډوکي کي يې ځاى پرځاى کوي او تر درملني وروسته يې بېرته ورڅخه ليري کوي.

دغه مېتود کندهار ته په ٢٠١٠عيسوي کال کي راغلى چي تراوسه يې په ميرويس روغتون کي تر سلوزيات ناروغان په وړيا ډول تداوي کړي او لا د درملني دغه لړۍ روانه ده.

ساينيل(SIGNNAIL) اوسمهال د نړۍ د ٤٨ هيوادونو په ٢٠٠روغتونونو کي د ٤٠٠٠ ډاکټرانو لخوا کاريږي، چي د روغتيا پالانو په خبره دا نوى مېتود د هډوکو د روغوني په لارکي مثبته پايله لري.

محمد ابراهيم سپيڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل