1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي ښځو د(اول سال مېله) ولمانځله

۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبه

په سوونو کندهاريو مېرمنو د نوي لمريز کال لومړۍ چهارشنبې په مېلو ولمانځله. د هرکال په لومړۍ چهارشنبې کندهارياني د(اول اسال مېله) لري.

https://p.dw.com/p/14Ueh
انځور: DW

د(اول سال مېله) له ډير پخوا راهيسي هر کال د کندهار ولايت په سرسبزه ولسوالۍ ارغنداو کي يوازي او يوازي د ښځو له خوا لمانځل کیږي او تر لس کلن هلک پورته جازه نه لري چي دغي مېلې ته ورسي.

ددې مېلې تر ټولو زيات بيروبار د باباصاحب په زيارت کي وي، چي ډيری ئې له ځانه سره په کوري کي پاخه کړي خواړه وړي او هلته ئې خوري. خو يو تعداد کورنۍ بيا هلته اشپزي کوي.

ددې تر څنگ په دغه ورځ د باباصاحب زيارت ته نزدې ټول باغونه هم د ښځو په اختيار کي وي. که څوک وغواړي چي په يوه باغ کي مېله وکړي څوک نسته چي هغوی ته د نه ورتگ خبره وکړي.

په دغه ورځ د ارغنداو ولسوالي د باباصاحب په سيمه کي ټول واک او اختيار د ښځو په لاس کي وي.

سږکال هم ددغه مراسمو تر ټولو لويه مېله په ارغنداو ولسوالۍ کي وه او په ډيره خوشحاله فضا کي د کندهار ښار او ولسواليو ښځو يوه ورځ په خوشالۍ تيره کړه.

د مېلې ګډونوالو په يوه ږغ له دولت څخه غوښتنه کول چي تل د امنيت ټينګولو په لار کي دغه ډول هڅي وکړي، تر څو دوى خپلي دوديزي مېلې او نور مراسم  د امنيت په فضا کي په لوى زړه ولمنانځي:

«موږ ډيري خوشحالي يو، ښه مېله ده، ښه زيارت دئ او ښه موسم دئ. زموږ دا غوښتنه وه چي خويندي سږکال په ارامه امنيتي فضا کي مېلو ته راسي چي شکردئ دا ارمان مو پوره سو. ښه د خير مېله ده خداى دي د افغانستان خلک ټول همداسي پر کراره او ارام لري لکه دا دنن ورځي مېله چي ده.»

په دغه ورځ ښځي د باباصاحب په زيارت کي چي په کندهار کي ډير مشهوره دئ، اتڼونه او ايشلي کوي او حتي د نجونو تر منځ د ايشول مسابقې کيږي.

د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان سمونمل نيازمحمد مجاهد وايي، چي دوى ددغي او نورو مېلو له پاره بشپړ چمتوالى لري، دده په خبره د ملي اردو تر څنګ٨٠٠سيمه ييزاو ملي پوليس ددې ولسوالۍ په ټولو سيموکي د خلکو د ارام ژوند په موخه په دنده بوخت او هڅه کوي چي د هرډول ناوړي پيښي مخنيوي وکړي.

د يادولو وړ ده چي دغه مېله چي له ډير پخوا راهيسي په کندهار کي دود ده يوازي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ورباندي کلک بنديز لگول سوی وو.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل