1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي ۱۴۷ کتابتونونه موجود دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د کندهار پوهنتون له خوا په دغه ولايت کي د کتاب ساتني او کتابتونونو د شمېر تر ثبتولو او څېړلو وروسته په لومړي ځل یوه څېړنغونډه جوړه سوې وه.

https://p.dw.com/p/14vB9
انځور: DW

د کندهار پوهنتون د پښتو څانگي له خوا په لومړي ځل په دغه ښار کي د ۱۴۷ شخصي، دولتي، ټولنو او ښوونيزو مرکزونو د کتابتونونو له جملې څخه پر ۹۸ کتابتونونو باندي څېړنه کړې ده.

د پښتو څانگي د محصلینو په خبره دغي څېړني تردوو مياشتو زيات وخت ونيوئ، چي په ترڅ کي ئې ١٨٦٦٢عنوانه کتابه ثبت سول:

«موږ د کتابتون د ثبت پرمهال څلورمعيارونه په پام کي نيولي ول، چي آيا کتابتون فهرست لري، په الماريو کي پراته دي، پرمضامينو ويشل سوي دي او آيا لوستونکي ورڅخه ګټه اخيستلاى سي؟»

د محصلينو په خبره د څېړني په اوږده بهيرکي له بېلابېلوستونزوسره هم مخامخ سوي دي او ځيني وخت داسي سوي دي چي د همکارۍ پرځاى د پيسو او کتابونو غوښتنه ورڅخه هم سوې ده.

د څېړندوى انجنيرشيرشاه رشاد په خبره د کتاب او کتاب ساتني په لار کي ختيځ له لويديځ او آن له اروپا څخه هم مخکي دئ.

څېړندوی انجينر شيرشاه رشاد
څېړندوی انجينر شيرشاه رشادانځور: DW

هغه د غونډي گډونوالو ته په وينا کي وويل، چي، زرکاله وړاندي په دې سيمه کي د البيروني په لاس د محمد بن ذکريايي راضي د کتبو فهرست جوړسو چي البيروني خپله په دغه فهرست کي خپل اثارهم ورشامل کړل:

«د البيروني تر مړيني وروسته زموږ د سيمي خورا يو لوى فهرست چي په اروپاکي له دغه فهرست څخه ډېره ګټه واخيستل سوه هغه د حاجي خليفه وو او په هغه فهرست کي موږ او تاسو د البيروني هغه ۱۴ اثاره پيژنو چي خپله ئې په خپل فهرست کي نه وه راوړي.»

د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټرحضرت مير توتاخيل د څېړنغونډي ګډونوالو ته زېرى ورکړ، چي په نژدې ورځوکي به کندهار پوهنتون د ٣٠٠٠نړيوالو بريښنايي کتابتونونو سره وتړل سي.

د ده په خبره همداکتاب او کتابتونونه دي چي د انسان په جوړولو کي لويه ونډه لري:

«يو څوک په لښته او و هلو دومره نه پوهيږي لکه څومره چي د کتاب په ژبه پوهيږي او داسي يې سر په خلاصيږي چي بيا هيڅکله د ټولني په تاوان قدم نه پورته کوي.»

د غونډي په وروستيو کي د کابل پوهنتون پخواني استاد ډاکټرعبدالرازق پالوال ياده څېړنغونډه ډېره مهمه وګڼل اوزياته ئې کړه د کندهار پوهنتون نوري څانګي هم که امکان ولري د پښتوڅانګي پرپله پل کښېږدې او په خپله برخه کي دا ډول څېړني شروع کړي.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال او کندهار پوهنتون استاد حيات الله رفيقي
د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال او کندهار پوهنتون استاد حيات الله رفيقيانځور: DW

ډاکټرپالوال د کندهار پوهنتون له مشرتابه څخه هم هيله وکړه چي په دا ډول څېړنغونډو کي ويل سوي مقالې چاپ او تر لوستونکو پوري ئې ور ورسوي:

«په اقتصاد، کيميا، بيولوژي، انجنيري، کرهڼه او نورو څانګوکي هم د دا ډول څېړنغونډو جوړېدل اړين دي او مقالې ئې که په يوه مجله کي چاپ سي دا به تر ټولو ښه خبره وي.»

کندهار پوهنتون په ١٣٧٠هجري لمريزکال کي پرانيستل سوى دئ، چي اوس پکښي د طب، انجنيرۍ، کرهڼي، ښووني او روزني، اقتصاد، حقوق، شرعيات، ژورناليزم او ادبياتو پوهنځيو کي تر٣٠٠٠زيات محصلين په زده کړو بوخت دي، چي٢٥سلنه ئې ښځينه محصليني دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل