1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي ۹ تنه افغان او بهرني عسکر وژل سوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14RuH

د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کي د ماين چاودني د يوه امريکايي په ګډون ٨تنه ووژل: دغه پيښه تيرماښام د يادي ولسوالۍ د کوهک د بوستان زي په سيمه کي رامنځته سوې ده. د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وايي چي په دې پيښه کي ٣سيمه ييز،٣ملي، يو امريکايي او يو ژباړونکی وژل سوی دئ.

دنوموړي په خبره دا پيښه هغه وخت رامنځته سوه چي دوى په سيمه کي د ماين په شنډولو بوخت ول. تراوسه پوري کومي ډلي ددي پيښي مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستی.

داپه داسي حال کي ده چي تيره شپه په ښوراوک ولسوالۍ کي٥٠٠٠ ماينونه د سرحدي پوليسو له خوا نيول سوي دي.