1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې د خونړۍ پېښې مخه ونیوله شوه

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه

د کندهار چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ئې د يوې خونړۍ پېښي مخه نيولى ده. د دغو چارواکو په خبره افغان پولیسو یو موټر بم تر چاودنې مخکې کشف کړی.

https://p.dw.com/p/164ow
انځور: picture-alliance/dpa

د چارواکو په خبره که چيرې دغه موټر بم چاودلی وای نو نه یوازې دا چې په لسهاو ولسي وګړي به ئې وژلي وای بلکې ډیر زیات مالي تاوان به ئې هم اړولای وای.
 
د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، ویلي دي چې یو اندازه چاودیدونکي توکي په يوه کرولا ډوله موټر کې په خورا مهارت سره ځاى پر ځاى سوي ول چې د پولیسو له خوا تر چاودیدو مخکې کشف شوي دي. ښاغلي اطرافي زیاته کړې ده:
 
«يو کرولا ډوله موټر چې په کې پر چاودیدونکو توکو سربیره وسلې او لاسي بمونه هم ځاى پر ځاى سوي ول تر چاودنې مخکې زموږ له خوا کشف شو. که چيرې دغه موتړ چاودلې وای نو زموږ ډیر شمیر بیګناه هيوادوال به ئې د وينو په ويالو کې لمبولي وای او ډیر مالي تاوانونه به ئې پېښ کړي واى.»

د کندهار د امنیت امر زیاته کړې ده چې د روانې اونۍ په اوږدو کې ئې په کندهار ښار او يو شمير ولسواليو کې ١١ بيلابيل عمليات تر سره کړي چې د ده په خبره په کې پنځه وسلوال وژل شوي او ١٤ تنه نور ژوندي نيول شوي دي: «د روانې اونۍ په اوږدو کې مو پنځه ګډ او شپږ ځانګړي عمليات کړي دي.»

د کندهار ولایت د امنيت امر ویلي دي چې افغان پولیسو د خلګو په همکارۍ يو شمير سپکې او درنې وسلې هم نیولي دي.

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: مسعود جهش