1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کندرهار کې د ناټو پر کتار برید شوی

۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبه

په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې یو کتار یې په کندهار کې تر برید لاندې راغلی دی. ناټو روښانه کړې ده چې په پیښه کې یې ځواکونو ته تلفات نه دي رامنځ ته شوي.

https://p.dw.com/p/2hY07
Karte Afghanistan Provinz Kandahar Englisch
انځور: DW

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو چې د پریکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي، د چهارشنبې په ورځ په خپله تویتر ټولنیزه پاڼه کې برید تایید کړی او ویلي يې دی: «برید کوم تلفات نه دي رامنځ کړي.»

ناټو روښانه کړې نه ده چې برید د کوم هیواد سرتیرو پر ضد شوی دی، او یا دا چې د هغوی له ډلې څخه کوم یو یې ټپي شوی دی که نه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي، د برید مسئوليت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې پیښه د دامان ولسوالۍ په ښور اندام سیمه کې رامنځ ته شوې ده.