په کندوز کي ۷ تنه امريکايي سرتيري ټپيان سوي دي
۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبهاعلان
افغان پولیسو خبر ورکړی دئ چي د لاریونونو پر شپږمه ورځ د کندز ولایت د امام صاحب په ښار کي مظاهره کوونکو د امریکايانو پر یو مرکز یو لاسي بم ورغورځولی دئ او په ترڅ کي ئې ۷ تنه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.
د کندوز ولایت د پولیسو ویاند سید سرور حسیني د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي مظاهره کوونکو د امام صاحب په ښار کې د امریکایانو پوځي مقر ته د گرنیټ بم ور غورځولی دئ چې په پایله کي ئې ۷ تنه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس د غرمي وروسته د افغانستان په شمال کې د ایساف پر مرکز باندي یوه چاودنه رامنځته شوې ده. هغه ویلي دي چې په دې اړه لا نور جزئیات راټولوي.