1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندوز کې دری آلماني عسکر وژل شوی دی

۱۳۸۶ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کې د تيری شنبی د ورځې د ځان مرگي په پيښه کښې څلور آلماني عسکر وژل شوی او څلور عسکر ټپي شوی دی.

https://p.dw.com/p/DK9n
په کندوز کې د پيښې په ځای کې افغان پوليس
په کندوز کې د پيښې په ځای کې افغان پوليسانځور: AP

طالبانو د دغه گوزار مسووليت په غاړه اخيستی دی او هم يې د نورو حملو خبر داری ورکړی دی. په دغه پيښه کښې ټول ټال اته تنه وژل شوی او هم ۱۳ ملکي خلک ټپي شوی دی.

د کندوز والی محمد عمر ويلی دی، چې دغه ولايت ته څلور ځان وژونکي راننوتلی دی او له دی کبله کيدای شی چې نور ځان وژونکي گوزارونه هم وشی.