1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کنړ کې د اوبو کانال جوړیږي

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه

د کنړ پر سیند د اوبو د کانال د یوې لویې پروژې د سروې چارې بشپړې شوي دي او په نزدې وخت کې به د دې کانال پر جوړیدو کار پیل شي.

https://p.dw.com/p/14Q1D
انځور: AP

د ځایي چارواکو په خبره دغه کانال به په سوونو کیلومتره اوږدوالی ولري او د څوکۍ ولسوالې څخه به تر ننگرهار پورې وغځیږي. چارواکي وایي چې له دې کار سره به ‎په زرونه جریبه للمي ځمکه خړوبه او د ختیځو سیمو د بریښنا ستونزه به حل شي.

د کنړ ولایت د اوبو رسولو د ادارې رئیس رشیدالله زلمی، وایي چې د «توسي آب» په نوم یوه ایراني شرکت د کانال سروې کړې ده او ډیر ژر به ئې نورو شرکتونو ته د کار سپارنې بهیر پیل کړي. د کونړ له سیند څخه د بیلیدونکي نوموړې کانال سروې شاوخوا یو کال وخت ونیولی دﺉ.

ښاغلى زلمى وايي چې د ۴۱۰ ميلونه امريکايي ډالرو په لګښت د کانال دا پروژه د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت له خوا پلې کیږي. هغه په دې اړه المان غږ ته وایي: «دغه کانال چې د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالې د بابړو د سیمي څخه پیلیږي تر گمبیري ډاگه ۹۶ کیلومتره اوږدوالی لري او ورباندې ۴۱۰ میلیونه امریکایي ډالره لگښت راځي.»

ښاغلی زلمی وایي چې ولسي خلکو له افغان حکومت سره د دې پروژې د پلې کولو په برخه کې د مرسته کولو وعده کړې ده.

محلې اوسیدونکي د دې پروژې له پلې کیدو څخه ډیر خوښ دي او وایي چې د دې کانال له جوړیدو سره به د هغوی ډیرې ستونې حل شي.

شمع احمدزی/ ننگرهار
کتونکی: سید ریاض