1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کنگل کي ژوند ممکن دئ؟

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

داسي بريښي چي د قطبونو يخ سمندر په دننه کي ژوند نه وي. که څه هم د کنګل پرسر د يخ خنځيران، او پينګوين مرغان او تر يخ لاندي يو څه کبان ګرځي.

https://p.dw.com/p/14eh7
انځور: DW/Irene Quaile-Kersken

خو دغه کنګل پخپله ديخو شوو اوبو ټوټې يا تختې دي، او دغه تصوير سړی ختا باسي. اوس پوهان په دې نظردي چي د کنگل په دغه ټوټه يا تخته کي يو ګڼ شمېر ژوندي موجودات، لکه بکترياوي، پوڅکۍ، الجه يا الګن، چنجيان او کوچني چنګاښان ژوند کوي. او خورا خوشاله دي.

د کنګل شوي يخ په دننه کي ځيني سوري يا درزونه موجود وي، چي د وريښته په څېر نري وي. دغه خزندې د سمندر په لوړو مالګينو اوبو کي ژوند کوي. کله چي اوبه کنګل کيږي نو مالګه د کنګل برخه نه ګرځي.

په دغو ځايونو کي د حرارت درجه منفي شل درجې وي، له همدې کبله د شمالي قطب د اوسيدونکو له پاره دا يوخطراو ګواښ دئ چي که د کنګل په تشو ځايونو يا خاليګاو کي چي د ځينو خزندو او ژوند لرونکو ساحه ده، په بشپړ ډول کنګل شي او له منځه ولاړه شي، نو بيا به څه کيږي.

دا داسي يوه معنی لري چي، لکه يو سړی چي په يوه خونه کي ولاړ وي او د خوني ديوالونه يو له بل سره داسي رانژدې کيږي چي د ديوالونو تر مينځ فاصله له مينځه ځي، چي دا په حقيقت کي د ذکر شوو خزندو له پاره ښه تصوير او تصور نه دئ.

خو په کنگل کي د ژوند د پاته کېدو کارپوهان په دې نظر دي چي د قطبونو په سيمه کي يو گڼ شمېر ژوند کوونکي د يخ ساتلو پروتين رامنځ ته کوي او همدغه پروتين بيا اوبو ته ورگډيږي.

دغه پروتين د کنگل په کريستالونو او ټوټو پوري نښلي او دا بيا ددې معني ورکوي، چي دغه کنگل شوي ټوټې بيا نه پريږدي چي وده وکړي او همدغه د يخي ټوټې بيا کوچني پاتيږي او خطرناکه نه وي.

د آلمان د بريماهافن د الفريد ويگينا انستيتيوت پوهانو په کنگل کي داسي پرتين کشف کړي دي، چي د کنگل سوي يخ دنننۍ جوړښت هم بدلوي. دوی وايي چي موږ اټکل کوو، چي د يخي دغه ستري ټوټې په دې طريقه سره بدلون کوي.

«د مالگي محلول په اصل کي نه مينځل کيږي او د يخي ټوټې په کانالونو کي پاتيږي، چي له همدې کبله د کنگل سوري يا کانالونه په اسانه سره نه کنگل کيږي.»

کارپوهان وايي چي دغه پروتين د يخي په غټو ټوټوکي کټه نه کوي، بلکي د يخي په کوچنيوټوټو کي وده کوي. دغو پوهانو د الجه فراگيلا زياته اندازه پروتين کشف کړي دي، چي مالگين او خورا يخ دي.

په کنگل کي د ژوندي موجوداتو له پاره دغه يخه هوا ستونزه نه ده، بلکي ددغو خزندوو د هجرو پرده سسته يا رژنده سي او له همدې کبله د کار څخه ولويږي، چي بيا د کنگل سوو سيمو اوسېدونکي له دغه خزندو څخه د غوړو تيزاب جوړوي.

آژانسونه/شيرین گرديوال
کتونکی: نجيب الله زيارمل