1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوزووکي درې جرمنيانو د بمي حملې په تور نيول سوي دي

۱۳۸۷ آذر ۴, دوشنبه

آیا د کوزوو نوی خپلواک دولت د مخبرینو، لنډه غرو او دوکه کارانو د کاروبارځای دی؟

https://p.dw.com/p/G14W
د کوزوو پايتخت پريشتينا
د کوزوو پايتخت پريشتيناانځور: picture-alliance/dpa

وروستۍ پیښه چی په هغه کي د آلمان د استخباراتي ادارې BND درې احتمالي کارکونکي د کوزوو په پلازمینه پریشتینا کي د اروپا د اتحادیی پر مقر باندي په یوه بمي حمله کي په لاس درلودلو تورن شوي دي، د دې انګیرني پخلی کوي . اوس هغوی د دیرشو ورځو دپاره په توقیف کی ناست دي . دغي حملې ته چي په هغې کی يواځي د یو څو کړکیو ښيښې ماتي سوي دي، په لومړی سرکي چا اهمیت ور نه کړ.

خو اوس چي درې جرمنيان د پيښي په اړوند نیول شوي او هغوی چه ګواکي د BND سره اړیکي لري ،او سر بیره پر دې د هغوی سره د تاواني شوو ودانیو يو پلان میندل شوی، نو دغي مسألې يوه لویه څپه په خوځښت راوستلې ده. د آلمان استخباراتي اداره هم تر اوسه د دغي پیښي په اړه بې ځوابه پاته ده. د آلمان د امنیتی کړیو له خوايوازي دومره ویل سوي دي چي د BNDکارکونکي له دغی مرموزی حملې سره هیڅ ډول اړیکي نه لري .پر دغو درو آلمانانو باندي د تروریستی فعالیت او یوه استخباراتی سازمان ته د کار کولو تورونه هم لګيدلي دي .

همداراز هغوی په دې هم تورن دي چي په کوزوو کی پر څو نورو نړیوالو ودانیو او په پریشتینا کي پر پارلمان باندي په بمي حملو کي يې لاس درلودۍ .

که چیري د هغوی جرم ثابته شي،ښایی تر لس کلونو پوري قید ورباندي راسي . دا خبره د کوزوو د جنایی جرمونو کار پوه عصمت صالیحو وکړه:«حتی که چیري ثابته سی چی هغوی د آلمان د استخباراتي ادارې کارکونکي هم دي، هغوی د جرم له تعقیب څخه مصؤنیت نسي پيداکولای ، دهغوی سره به داسي یو چلند کیږي لکه دکوزوو د هر وګړي سره چي کیږي . که چیري پر هغوی باندي د تروریستي عملياتو تور ثابت شی، نو په هیڅ صورت سره به مصؤنیت ونه لري.»

تورن کسان چی ښایي د جرمي عمل په ځای کي د کوزوو د تروریستي ضد کارپوهانو له خوا څارل شوي وي، د خپلي بیګناهي خبري کوي . هغوی وایي: چي له پیښي څخه وروسته هغوی غوښتل یواځي نښی نښانې وڅیړي .خو داچی دوی به ژر د توقیف څخه را ووزي، ګمان يې نه کیږی.

د جرمني د پارلمان د ګروین یا زرغون ګوند استازی، هانس کریستیان شتروبیلی د دغی پیښي دسمدلاسه روښانه کولو غوښتنه کړې ده:«دا ټول د یوه خوسا ډڼد د دسیسی څخه بوی ورکوی،هغه څه چي د کوزوو دحکومت او د هغه له ګټو سره اړه پيداکولای سي، او احتمالا هم د نورو استخباراتی خدماتو او یا حتی هلته له قضا سره.»

په دې کي شک نسته چی د درو آلمانانو پر خلاف عنوان سوي تورنه ډیر سخت جرمونه دی، خو دا چی ولی به هغوی په داسی یوه جرم لاس پوری کړی وی ، انګیزه یی نا معلومه ده. د آلمان امنیتی کړۍ په دې نظر دي چي د کوزوو دسياسي رهبرۍپه دننه کي د قدرت پرسر جګړه روانه ده.