1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کولمبیا کي د سولي خبري بريالۍ سوي

۱۳۹۴ مهر ۲, پنجشنبه

د کولمبيا حکومت او «فارک» ياغيانو ترمنځ له کلونو راهيسي د سولي خبري رواني وي؛ اوس داسي ښکاري چي له څو لسيزو راهيسي رواني اوږدې کورنۍ جگړې د پای ته رسولو پر سر دي سره سلاسوي وي.

https://p.dw.com/p/1GcE1
انځور: Reuters

تر دې دمخه هم دواړو اړخونو په کولمبيا کي د سولي راتلو له پاره ځيني خنډونه ليري کړي ول، خو اوس داسي ښکاري چي وروستي خنډونه دي هم ايسته کړل سوي وي.

د کولمبيا حکومت او فارک یاغيان د کيوبا په پلازمېنه هوانا کي سره سلا سوي دي چي د جنوبي امريکا په دغه هيواد کي نژدې پنځوس کلني کورنۍ جگړې ته خاتمه ورکړي.

دواړو اړخونو د کيوبا د جمهور رئيس راول کاسترو، په منځگړتوب د سولي هوکړه ليک لاسليک کړی دئ.

تاريخي ملاقات

اوس نو د دايمي سولي تړون د لاسليکولو له پاره لاره خلاصه سوه. د کولمبيا جمهور رئيس خوان مانويل سانتوس، اعلان کړی دئ، چي دغه تړون به د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کي لاسليک سي.

د دغه خبر د اعلان پرمهال په لومړي وار د فارک ياغيانو مشر رودريگو لوندونو، چي مستعار نوم ئې «Timochenko» (تيموشينکو) دئ، د کولمبيا له حکومت سره راڅرگند سوی دئ.

د فارک ډلي وسله وال ياغيان
د فارک ډلي وسله وال ياغيانانځور: picture-alliance/dpa/C. Escobar Mora

په دغه گډه وينا کي راغلي دي چي ټول سياسي جرمونه به وبخښل سي. خو هغه څوک چي بشري حقونه ئې تر پښولاندي کړي او جنگي جرمونه ئې کړي وي نه بخښل کيږي او له هغوی سره به حساب کيږي.

په کولمبيا کي له ۱۹۶۰مو کلونو راهيسي کورنۍ جگړه روانه ده، په دغه هيواد کي څو بېلابېلي وسله والي ډلي د واک پر سره جنگيږي. خو تر ټولو قوي ئې فارک ډله ده چي په ۱۹۶۴م ئې بنسټ ايښوول سوی دئ.

دغي ډله له درو کلونو راهيسي له حکومت سره د تل پاتي سولي د راوستلو پر سره خبري کولې. په داسي حال کي چي فارک ډله له حکومت سره پر يوه اوربند سلا سوې وه، د ELN په نوم يوې بلي کوچنۍ وسله والي ډلي بيا خپلو يرغلونو ته دوام ورکړی.

د کولمبيا په کورنۍ جگړه کي تر اوسه پوري ۲۲۰۰۰۰ انسانان وژل سوي او په ميليونونو نور له هيواده تېښتي ته مجبوره سوي دي. تر افغانستان وروسته کلومبيا دوهم هيواد دئ چي تر ټولو ډېر ماينونه پکښې ښخ دي.