1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کولمبیا کې بمې برید دوه کسان ووژل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14wEp

د کولمبیا په پلازمینه بوگاتا کې یوې بمې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي دي. د دغه برید هدف د کولمبیا یو پخوانۍ د کورنیو چارو وزیر وو. دغه پخوانۍ وزیر چې اوس په یوې راډیو کې سهارنۍ پروگرام پر مخ بیايي په دې برید کې ژوبل شوی دئ.

په برید کې وژل شوي کسان د پخواني وزیر ساتونکی او موټر چلوونکی دئ. په چاودنه کې له ۳۰ څخه ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي. چاودنه د ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې رامنځ ته شوه. دا په تیرو لسو کلونو کې په کولمبیا کې لومړنی سیاسي بمي برید دﺉ.