1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کولن ښار کې د ښځو د زورونې پر وړاندې غبرګونونه

۱۳۹۴ دی ۱۵, سه‌شنبه

د کولون په مرکزي تمځای کي پر ښځو باندي تر حملو وروسته سیاستوالو د جنایتکارانو د سخت تعقیب غوښتنه کړې ده. د آلمان د عدلیې وزیر ویلي دي چي آلمان به «بزدلانه او له کرکه ډک بریدونه» و نه مني.

https://p.dw.com/p/1HYKz
Deutschland Hauptbahnhof in Köln bei Nacht
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د عدلیې وزیر هایکو ماس، په برلین کي ویلی دي چي «دا په عملي توګه د سازمان ورکوونکو جنایتونو نوی بعد دی». هغه زیاته کړې ده چي ټول جنایتکاران به تعقیب او محاکمه سي. دغه آلماني چارواکي ویلي دي: «موږ دې ته اجازه نه ورکوو چي خلک زموږ په ښارونو کي بې له دفاع څخه د تشدد قرباني سي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، ویلي دي چي «په دومره لوړ شمیر سره د اشخاصو [مهاجرو] له خوا د حملو تنظیمول د جنایتونو د یوه نوي بعد معنی ورکوي». په عین حال کي ټینګار کړی دی چې دغه شان پیښې باید د دې لامل نه شي چې ټولو مهاجرو ته د شک په سترگه وکتل سي.

جدي چلن

د نورد راین ویستفالن ایالت لمړۍ وزیرې هانه لوره کرفت، د سخت او جدي چلن اعلان وکړ. د سوسيال دیموکراتانو دغې سیاستوالې د کولن یوې ښاري ورځپاڼې ته ویلي دي: «د نارینه بانډونو د تشدد او جنسي اذار، د دغه نوی بعد پرضد باید زموږ پولیس او قضأ سخت چلن وکړي.»

د هغې په خبره په داسي حالاتو کي چي قانون او مقررات ورته اجازه ورکوي، جنایت کاره عاملین به اخراج هم سي.

د آلمان د فامیلي چارو وزیرې مانوییل شوېسیگ، ویلی دي چي «ښځي آزاد وحشي حیوانات نه دي». هغې زیاته کړې ده: «د کولن ښار پیښې له کرکي او تنفره ډک اعمال دي.»

د هغې په خبره د عاملینو څخه باید ډیر ژر تحقیقات وسي او دغه کسان باید محاکمه سي، بې تفاوته ده چي په کوم هیواد او مذهب پورې تړاو لري.

د آلمان په پارلمان یا بوندیستاګ کي د زرغون ګوند فراکسیونې مشرې کاترین گویرینگ-ایکارد، د «تورینگن الگماینه څایتونگ» ورځپاڼې ته ویلي دي، چي د عاملینو د تعقیب او له هغوی څخه د تحقیقاتو پر وخت، باید دا خبره هیڅ رول ادأ نه کړي چي شکمن کسان مهاجر او یا بل څوک وي.

هغې زیاته کړې ده: «دولت هیڅ وخت باید داسي اعمالو ته په بې تفاوتۍ سره و نه گوري چي نور به ښځي په کولن یا بل هر ځای کي په ویره کي ژوند کوي»

د پولیسو پر لږې همغږۍ باندي نیوکې

د نورد راین ویستفالن ایالت د پارلمان وکيل ولفگنگ بوسباخ، د «راینیشن پوست» ورځپاڼې ته ویلي دي چي د کولن مرکزي تمځای او د هغه شاوخوا د فدرالي پولیسو د مسؤلیت په ساحه کي دي. خو د هغه په شاوخوا کي بیا د ایالت پولیس مسؤلیت پر غاړه لري. اوس پوښتنه دا ده چي آیا کافي قواوې د نوی کال په شپه موجودي وي او آیا د فدرالي او ایالتي پولیسو تر منځ هماهنگي موجوده وه؟

د مسیحي دیموکراتانو گوند د داخلی سیاست ویاند شتیفان مایر، ټینگار کړی دی چي دا د دولت وظیفه ده چي خپل اتباع د دغه ډول حملو او یرغلونو څخه وساتي. دا په ځانګړې توګه د عامه ځایونو له پاره اعتبار لري.

هغه ویلي دي: «که دا معلومه سي چي دومره لوړ شمیر جنایتکاران د عربي یا شمالي افریقا له ساحې څخه وي نو هغه باید پټ ونه ساتل سي. دا به ډیره خرابه خبره وي چي دغه ډول جنایت کارانه اعمال د هغو کسانو لخوا تر سره سي، چي موږ ورته په ډیر پراخ تندي او غیږ سره ځای ورکړی دی.»

د څه نا څه ۹۰ کسانو پر ضد اقامه دعوی

په اوس وخت کي د کولن په ښاروالی کي یوه بحراني کمیټه جوړه سوې ده چي پخپله د ښاروال هینریته رېکر، تر مشری لاندی فعالیت کوي.

دغې کمیټې ته د کولن په مرکزي او نژدې تمځایونو کي، د جنايي اعمالو د سر ته رسیدو له کبله ډیري عریضې وړاندي کيږي. پولیسو خبر ورکړی دی چي تر اوسه پورې هغوی ۹۰ اقامه دعوی ترلاسه کړې دي. په دغو دعوو کي یو تعداد د جنسي آذار او یو شمیر یې د غلاوو دي.

د رپوټونو له مخې اوس هڅه کيږي چي په لومړي سر کي ویدیويي مواد وڅیړل سي. تر اوسه پوري په دې اړه هیڅوک نیول سوی نه دي.

د پولیسو په حواله د دغو اعمالو سره مخامخ ښځو ویلي دي چي د نارینه و څو ډلو پر هغوی باندي حملې وکړې، د جنسي اذار تر څنگ یې د هغوی شیان، لکه موبایل تلیفونونه هم ترېنه غلا کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب