1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کي درانه عمليات پيل سوي

۱۳۸۹ تیر ۷, دوشنبه

د کونړ ولايت په مرورې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو پرضد د بهرنيو او افغان ځواکونو ګډ ځمکني او هوايي درانه عمليات روان دي.

https://p.dw.com/p/O55Y
په کونړ کي امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهال
په کونړ کي امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: AP

په ختيځ کي د ايساف مطبوعاتي اداره وايې چي دغه عمليات چي تيره ورځ پيل سوي داسي گومان کېږي چي تراوسه پکښي شاوخوا 30 تنه وسلوال طالبان وژل سوي وي.

ددغي ادارې په خبره په عملياتو کي تقريباً 600 افغان او بهرني سرتېري برخه لري.

د ايساف دغه ادارې رسنيو ته د دوو تنو بهرنيو او يو تن ملي اردو د وژل کيدو او د 6 تنو افغان او بهرنيو سرتيرو د ټپي کيدو خبره کړې ده.

بل خوا د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چي د مرورې عمليات ډير درانه دي خو ددوی شاخوا 500 ملګری د بهرنيو او افغان ځواکونو په وړاندي کلکه مبارزه کوي.

هغه ادعاکړې چي د عملياتو په جريان کي يې تر 40 ډير افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او ددوئ 5 تنه ملګري هم پکښي وژل سوي دي.

په عملياتو کي ملکي وگړو ته د زيان رسېدو خبرونه هم ورکړل سوي دي. خو د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي رسنيو ته ويلي چي تردې دمه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او بيا يې هم سيمي ته د اړتيا وړ توکي استولي دي.

د عملياتو په سيمه کي يو تن بهرني نظامي کرنل اولف رسنيو ته وويل چي وسله والو طالبان يې پر شا کړي او عمليات به تر هغه دوام ولري ترڅو په سيمه کي طالبان شتون ولري.

که څه هم د روانو عملياتو په اړه دمخه څه نه وه ويل سوي خو اوس ټولو خواو دامنلې چي پيل سوي عمليات د هلمند د مارجې د عملياتو په شان درانه دي.

ويل کيږي دغه عمليات وروسته تر هغه په مرورې ولسوالۍ کي پيل سول چي وسلوالو طالبانوغوښتل نوموړې ولسوالي تر خپلي ولکې لاندې روالي

شمع احمدزۍ/ جلال آباد

کتونکی. زيارمل